د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

د پکتیکا په کروندګرو د زعفرانو تخم ووېشل شو


د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې یې د بزګرانو سره د اساسي همکارۍ او ګټورو حاصلاتو په خاطر د درې نیم زره کېلو په اندازه زعفرانو تخم ووېشه.

د پنجشنبې په ورځ د زعفرانو د تخم د وېش په ځای کې د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس صحبت خان ازادي راډیو ته وویل چې دوی تېر کال په مرکز ښرنه او ارګون کې د زعفرانو د حاصلاتو د تجربې په خاطر دوه قطعې ځمکه کرلې وه چې حاصل‌يې ښه نتیجه ورکړه.

ده وویل، په همدې خاطر سږ کال ورته د اړوند وزارت له‎خوا درې نیم زره کېلو د زعفرانو تخم ورکړل شوی تر څو پر ځايي بزګرانو يې ووېشي او دې تجربې ته پراختیا ورکړي.

د پکتیکا د کرنې رئيس وویل، که دا ځل هم د زعفرانو نتیجه ښه وه، نو په راتلونکي کال کې به‌يې کرنه ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته هم وغځوي.

د پکتیکا د کرنې رئيس وویل، دا ځل هم د زعفرانو نتیجه ښه وه.
د پکتیکا د کرنې رئيس وویل، دا ځل هم د زعفرانو نتیجه ښه وه.

صحبت خان زیاته کړه:

"موږ د زعفرانو تخم تېر کال د تحقیق لپاره راوړي وو، په دوو جریبو مو وکرل ښه نتیجه‌يې ورکړې وه، له همدې کبله نن ورځ موږ ته کرنې وزارت د زعفرانو ډېر تخم راکړ ځکه چې په مرکز ښرنه او اورګون کې يې نتیجه ښه وه، نو سږ کال موږ سره زیاته مرسته وشوه او ۱۲ قطۍ به شي چې دا سلسله به پسې روانه وي انشاالله."

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یو شمېر بزګرانو ته د یوه اندازه زعفرانو د وېش پر مهال وویل، دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا ولایت کې د زعفرانو تخم وېشل کېږي، ده هیله‌مندي څرګنده کړه چې دا بوټی به په یاد ولایت کې ښه نتیجه ورکړي، ځکه چې د پکتیکا طبعي موسم د دې بوټي تکثیر او ترویج ته مناسب ښکاري.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا ولایت کې د زعفرانو تخم وېشل کېږي
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل، دا لومړی ځل دی چې په پکتیکا ولایت کې د زعفرانو تخم وېشل کېږي

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

"زعفران هغه بوټی دی چې په افغانستان کې د کوکنارو ښه بدیل بلل شوی او ښه نتیجه‌يې هم ورکړې ده، ښه عاید لري او د اوږد مهال لپاره‌يې بوټی ژوندی پاتې کېږي، خو زموږ هیله دا ده چې د پکتیکا ولایت بزګران به د دې بوټي په وده او ترویج کې زیار وباسي او دغه بوټی به په اینده کې هغه خړې او سپېرې دښتې چې تر اوسه ترې استفاده نه‌کیږي، یا د یو فصل استفاده ځینې کېږي، ډېر کم حاصلات ورکوي، هغه به انشاالله په زعفرانو باندې ښکلې او شنې شي."

د پکتیکا والي زیاته کړه، د زغفرانو بوټی د اقتصادي ګټورتوب او د کوکنارو د یو ښه بدیل تر څنګ د روغتیا په برخه کې هم ګټور دی او له دې بوټي څخه د درملو په جوړولو کې استفاده کېږي.

ده دا تخم ډېر قیمتي یاد کړ او له کروندګرو يې غوښتنه وکړه چې د دې بوټي د کرنې په ټول دوران کې يې سمه پالنه وکړي او په ټوله پکتیکا کې يې رایج کړي.

د کرنې د برخې کارپوهان د پکتیکا هوا، اقلیم، طبیعت او ځمکو ته په کتو په دې باور دي چې په یاد ولايت کې د زعفرانو د ښې نتیجې امکانات ډېر دي او له دې لارې به بزګران وکولای شي چې ښه پیداوار او ښه ګټه لاسته راوړي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG