د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

کوټه کې افغان کډوالو او ځايي خلکو د افغانستان خپلواکۍ جشن ولمانځه


د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له هېواده بهر هم د افغانانو له خوا لمانځل شوې ده. په کوټه کې د افغانستان کونسلګرۍ هم د خپلواکۍ ورځ لمانځلې چې سلګونو افغانانو او ځايي خلکو په‎کې ګډون کړى دى.

افغان جنرال قونسل په دې لمانځغونډه کې ويلي چې د سيمې هېوادونو دې د افغان حکومت په ملاتړ د ترهګرۍ په ضد جدي اقدام وکړي.

افغان کډوال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د پاکستان د نورو ښارونو غوندې په کوټه کې هم په هغه ډول نه‎شي لمانځلاى څنګه چې په افغانستان کې دننه لمانځل کېږي، خو په کوټه کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د تېرو کلونو غوندې دا ځل هم دا ورځ په ښه توګه ولمانځل شوه چې سلګونو افغان کډوالو، د بلوچستان ځايي خلکو، سياسي مشرانو، ليکوالو او شاعرانو په‎کې ګډون کړى وو.

د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند غونډې ته په وينا کې ټولو برخه‎والو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٧مې کاليزې مبارکي وويله او وروسته يې د ځان، د افغانستان د خلکو او ولسمشر په استازيتوب د کوټې وروستۍ پېښه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل چې افغان حکومت په سيمه ييزه او نړيواله کچه د ترهګرۍ د ځپلو پلوى دى او د سيمې له هېوادونو غواړي چې د دې ناسور په له‎منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي.

ښاغلي مومند زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي دولت له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دې ناوړه پديدې په بشپړه توګه په سيمه ييزه او نړيواله کچه د له‎منځه وړلو پلوى دى، د افغانستان اسلامي د ښه او بد له تفکيک پرته د ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه کوي او نورو ته يې هم سپارښتنه دا ده چې له توپيري چلند پرته د ترهګرو په ضد اقدامات وکړي."

وحيدالله مومند وويل، افغانان به هله د خپل هېواد خپلواکي وساتلاى شي چې دوى په‎خپل هېواد کې دننه د خپلو اولادونو زده‎کړې او روزنې ته پام وکړي.

ښاغلي مومند له پاکستانه د افغان کډوالو د مېلمه پالنې په خاطر مننه وکړه، خو ورسره يې وويل چې د افغان کډوالو ستونزه يوه بشري ستونزه ده او بايد سياسي چلند ورسره ونه‎شي.

دی وايي:

"د افغانستان حکومت پر هغه کړي هوډ ولاړ دى چې افغان کډوال به په خپله خوښه په عزتمنه توګه په تدريجي ډول په‎خپل هېواد کې د امنيتي وضعيت، اقتصادي امکاناتو، د کار د زمينې د مهيا کولو او د دوى د پوهنې او روزنې د امکاناتو په پام کې نيولو سره هېواد ته ستنوي. څنګه چې د هر وګړي عزت او قدر په‎خپل کور کې وي، هيله من يم چې زموږ ټول کډوال وروڼه ژر تر ژره هېواد ته ستانه شي او د خپل هېواد په سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز پرمختګ او بيارغونه کې په پراخه کچه برخه واخلي."

د بلوچستان د والي په شمول د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ او د پاکستان د سنا غړيو هم د افغانستان د خپلواکۍ په لمانځغونډه کې برخه اخېستې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان خان کاکړ ازادي راډيو ته وويل چې افغانانو له لويې برتانيې څخه خپلواکي په ډېرو قربانيو تر لاسه کړې، ځکه نو افغان ولس ته په‎کار ده چې د هرې بهرنۍ لاسوهنې د مخنيوي لپاره سره يو موټى شي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"دا ازادي تر ډېرو ستړيو وروسته د نړيوال استعماري قوت خلاف په جګړه کې اخيستل شوې ده چې هغه ډېر ظالم وو او پر نيمه نړۍ يې واکمنه کوله، خو يوازې افغان ملت وو چې ماتې يې ورکړه. په‌کار دا ده چې نن په جمهوري افغانستان کې د امن د ټينګښت، د بهرني مداخلت د بندولو او د خپل هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره افغانان سره يو شي او خپل وطن داسې سوله ييز کړي لکه د نړۍ نور هېوادونه."

د خپلواکۍ د ورځې په دې جشن کې کوټه کې د افغاني ښوونځيو زده کوونکيو په‌خپلو ملي جامو کې ترانې واورولې او ويناوې يې وکړې، يو افغان ځوان عبدالصمد روښان چې د جشن د مراسمو وياندي يې کوله، وايي د خپلواکۍ ورځ يې ډېره په خوشالۍ ولمانځله:

"موږ دا ورځ ډېره په خوشالي سره ولمانځله ځکه چې له دوو- درو ورځو مو ترتيبات ورته نيولي وو، زه که په وطن کې وي او که له وطنه دباندې وي ټولو افغانانو ته د خپلواکۍ د اوونيويمې کاليزې مبارکي وړاندې کوم، خداى دي وکړي چې د دغې ورځې په مناسبت زموږ په وطن کې سوله او خوشالي راسي"

د يادونې وړ ده چې په کوټه کې د وروستۍ ځانوژونکې حملې له امله- چې ٧٣ تنه په‌کې وژل شوي وو- د افغانستان د خپلواکۍ ٩٧مه کاليزه په ساده ډول ولمانځل شوه او د تېرو کلونو غوندې موسيقي او ټنګ ټکور په‌کې نه وو او يوازې د افغانستان ملي سرود او نورې ملي ترانې په‌کې و ږغول شوې.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG