د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

هېواد: لوګر کې دې د پاکستانۍ هليکوپټرې د سوځېدو پلټنه وشي


د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د یوې پاکستانۍ هليکوپټرې د مرموزه بېړنۍ ناستې په اړه اندېښنې او بیا د طالبانو له خوا د دغې هليکوپټرې د سپرلۍ برمته کول، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، ایم ۱۷ پاکستانۍ هليکوپټره د لوګر په ازره کې، خو دولت د دوبي د غرمې خوبونه وهي.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان څارګرې الوتکې هره ورځ د افغانستان هوایي حریم ته ننوځي او ښایي هدف یې افغانستان ته د طالبانو او د جګړې د پاکستاني متخصصینو انتقال وي.

سرخط بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي، طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د الوتکي مسافر یې ورته ساتلي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، که چیرې د افغانستان فضایي حریم مصئون وای، ولې به د نورو هېوادونو الوتکو په کې مرموزې ناستې کولې.

په سرمقاله کې راغلي، د فضایي او ځمکني حریم د ساتنې وسائل د هر هېواد د ملي حاکمیت لومړیتوب دی، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، له بده مرغه افغانستان له دې وسائلو محروم دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په ازره کې د پاکستاني هليکوپټرې ناستې سل پوښتنې را پورته کړي، خو حکومت دومره ویلي، دوی د پاکستان یوې هليکوپټرې ته له فضایي حریم څخه د استفادې اجازه ورکړې وه، خو معلومه نه ده چې دا به هماغه یوه وي او که نه؟

کابل پوسټ:

په ازره کې د پاکستانۍ هليکوپټرې ناسته، پر افغان هوایي حریم ښکاره تېری، دا د کابل پوسټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې د چارو د کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې افغان پوځ باید دغه هليکوپټره ویشتې وای، ځکه د ټولو قوانینو خلاف ترازرې را رسېدلې وه.

په مطلب کې راغلي، دغه هليکوپټره د ترمیم په هدف نه، بلکې د استخباراتي معلوماتو او د وسله والو مخالفینو د ملاتړ په هدف د افغانستان فضایي حریم ته ننوتلې وه.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې دې د پاکستانۍ هليکوپټرې د سوځېدو ژوره پلټنه وشي.

په سرمقاله کې د پاکستاني چارواکو په حواله ویل شوي چې دغه څرخۍ الوتکه د افغانستان له لارې ازبکستان او بیا مسکو ته د ترمیم په هدف روانه وه.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د دغې هليکوپټرې بېړني ناسته دا احتمال هم پياوړی کوي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره کسان رالېږي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، هليکوپټره سوځول شوې او دلیل یې دادی چې د پاکستان د لاسوهنې شواهد پټ وساتل شي.

XS
SM
MD
LG