د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

عرفان: د تذکرو په اړه د اجراییه ریاست طرحه، د پلي کېدو نه ده


د افغانستان ولسي جرګې د اداري پلاوي یو غړی او ځیني افغان کارپوهان، د الکترونیکي تذکرو اړوند د اجراییه ریاست نوې طرحه، د پلي کیدو وړ نه بولي.

ددې جرګې منشي عرفان الله عرفان په دې باور دی چې که د الکترونیکي تذکرو اړوند د اجرایي ریاست نوې طرحه، د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې شي، ښايي د ولسي جرګې د غړو له منفي غبرګون سره مخ شي.

ښاغلی عرفان وايي، د هېواد هر تبعه ته په یو وخت کې د پيژندګلوۍ د الکترونیکي تذکرې دوه کارټونه ورکول، غیر معمولي اقدام دی او د کارونې پر مهال خلکو ته اسانتیاوې نه بلکې ستونزې پېښوي.

دی وايي:

"د یو کس لپاره د هویت دوه کارټه ورکول، زما په نظر دا یو خلاف کار دی او معمول هم نه دی. که داسې یوه طرحه ولسي جرګې ته راشي، ښايي تصویب نه شي او فکر نه کوم چې زموږ ستونزو ته به ځواب ووايي."

افغان حکومت تېر کال اعلان وکړ چې د ۱۳۹۴ لمریز کال د اسد په اته ویشتمه نېټه به په ازمایشي توګه خلکو ته د الکترونیکي تذکرو ویش پیل کړي خو ځینو افغانانو تاکید وکړ چې په دغو تذکرو کې دې د اسلام او افغان د کلیمو تر څنګ د قوم کلیمه هم لیکل شي.

بل خوا ځینو ویل، په دغو تذکرو کې یوازې د افغان او اسلام د کلیمو لیکل کافي دي.

د دغو جنجالو له امله حکومت ونه توانېد چې حل لاره یې ومومي.

په تازه شپو ورځو کې اجرایي ریاست ویلي یوه طرحه یې ترتیب کړې چې یوه الکترونیکي تذکره به دوه کارټونه ولري، په یوه کې به د کس هویت او په بل کې به قوم او داسې نور مشخصات لیکل شوي وي.

د دې ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل، دغه دوه ګوني کارټونه به د خلکو ټولو پوښتنې او غوښتنې ځواب کړي.

د اجرایيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرایيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"اجراییه ریاست یوه نوې طرحه له جمهوري ریاست سره شریکه کړې، جمهوري ریاست او نور بنسټونه چې په دې برخه کې شامل دي تایید کړې ده. له دې سره د نفوسو د ثبت احوال قانون نه بدلیږي، نهه میلیونه کارټونه چې چاپ شوي نه لغوه کیږي او د خلکو ټولو اندیښنو ته ځواب ورکولای شي."

کارپوهان وايي، هیڅ ضرورت نه شته چې د یوې تذکرې لپاره دې په لوېو لګښتونو، د اصلي کارټ تر څنګ یو ضمیمه کارټ هم چاپ شي.

د دې کارپوهانو له ډلې صمیم امین ازادي رادیو ته وویل:

"موږ یوازې د افغان کلیمې لپاره دومره ډېر لګښتونه منو او د اصلي کارت ترڅنګ بل کارټ هم چاپوو. ښه ده چې دغه لګښتونه په نورو پراختیايي چارو وشي. زه باور لرم چې دغه طرحه به عملي نه شي."

پخوا تر دې د افغانستان خلکو په غونډه او ټولنو کې پر حکومت تاکید کړي چې الکترونیکي تذکرې باید په ساده توګه د قانون سره سمې جوړې او وویشل شي.

صمیم امین دا هم وايي، د تذکرو ویش یوه ملي مسئله ده او د متوازنې پراختیا لپاره مهمه ده.

افغان حکومت وايي، د الکترونیکي تذکرو ویش په لومړیتوبونو کې دی.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG