د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

فراه ښار کې ترافیکي بې نظمی خلک پوزې ته راوستي


د فراه ولایت په ښار کې د ترافیک او تګ راتګ په برخه کې بې نظمی خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د دوی په خبره د فراه ښار که څه هم ډیر پراخ نه دی خو بیا هم ترافیک پرې پوره واک نه لري او هر څوک پر سړکونو موټر دروي او یا هم نورې ترافیکې سرغړونې کوي.

د دوی په خبره د فراه په ښار کې د ترافیکي علایمو پارکینګو نشتوالی، د سړک پر غاړو د موټرونو درېدل، د موټر د اسنادو نه لرل او همدارنګه د امنیتي ځواکونو بې ځایه چټک تګ په ښار کې هغه ټولې عمده ستونزې دي چې د فراه د ښار ترافیک یې بې نظمه کړی.

دوی د اړونده چارواکو څخه غواړي چې په دی برخه کې جدي پام وکړي. د فراه ولایت د ښار یو اوسیدونکی وايي:

"ترافیکي نظم ډېر خراب دی او موټر او سه چرخې ټول په خپل سر ځي راځي . موږ د اړونده چارواکو څخه غواړو چې په دی برخه کې پام وکړي تر څو د خلګو تګ راتګ په ښار کې اسانه شي. موږ هیله لرو چې ترافیک هم خپلې دندې ته پاملرنه وکړي."

په همدې حال کې په فراه ولایت کې ځیني مدني فعالان هم په ښار کې د ترافیک په برخه کې د بې نظمیه سرټکوي.

فرید هییبت په فراه ولایت کې یو مدني فعال وایي چې د ترافیکو په مدیریت کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې دغه ریاست هیڅ کار ونه کړي او ورځ تر بلې د ښار ترافیکي وضعیت خراب شي.

د هغه په خبره په ښار کې تر ۹۰ سلنه زیات ډریوران او موټران قانوني اسناد نه لري چې دا خپله د بې نظمی یو لوی عامل دی.

ښاغلی هییبت زیاتوي:

"زه د فراه په ښار کې د ترافیک شتون هیڅ نه احساسوم او ان فکر نه کوم چې دلته به ترافیک وي. ۹۵تر ۹۰ سلنه ډریوران او موټران قانوني اسناد نه."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د فراه ولایت د ترافیکو د مدیریت نظر هم ولرو خو په دی بریالی نه شو.

د فراه ولایت د امنیه قوماندان توریالی عبیدیاني سره مو هم دا موضوع شریکه کړه، د فراه امنیه قوماندان وایي چې د ترافیکې مسایلو په اړه دوی له چا سره خبرې نه کوي او په دې اړه باید د کورنیو چارو وزارت نظر واخېستل شي.

د فراه ولایت په ښار کې په دې وروستیو کې بې سنده موټران کابو دوه برابره شوي چې دی کار په ښار کې بې نظمی بیخي زیاته کړی ده.

اړونده کارپوهان وایي تر څو چې موټران او ډریوران قانوني اسناد ونه لري په ترافیکي سیسټم کې نظم راوستل ناشونی کار دی.

راپور: احمد شاه فطرت

XS
SM
MD
LG