د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

عبدياني: افغانستان د غنمو له پلوه خودکفا کیدای شي


د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد سیداجان عبدياني د دې پوهنتون د نورو هم مسلکه استادانو په همکارۍ د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د غنمو حاصلاتو د لوړولو په موخه څېړنه کړې او د دې څېړنې په پایله کې یوه طرحه برابره کړې چې په خبره يې که افغان حکومت يې عملي کړي نو په راتلوونکو پینځو کلونو کې به افغانستان د غنمو د تولید له پلوه خودکفا شي.

استاد سيداجان عبدياني د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، افغان دولت او مرستندویه ادارې هرکال د کرکيلې د ښه والي لپاره په زیاته اندازه پیسې مصروفوي ولې ځای نه نيسي.

دی وايي، که همدغه پيسې په دې طرحه ولګول شي او عملي شي نو په راتلوونکو پینځو کلونو کې به افغانستان د غنمو د تولید له پلوه خودکفا شي.

ښاغلي عبدياني زیاته کړه:

"د پینځو کلونو په موده کې یو عشاریه درې میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې په دې برخه کې درې سووه دیرش ميلیونه ډالر د خصوصي سکتور او خلکو له خوا ورکول کیږي او پاتې نهه سووه اویا میلیونه ډالر د حکومت له خوا ولګول شي تر څو په ۱۳۹۹ کال کې افغانستان د غنمو له پلوه په ځان بسیا شي او که دا پیسې په پنځو کلونو کې په دې برخه مصرف شي نو موږ به دوه سووه زره میټرک ټنه غنم د خپلې اړتیا څخه زیات توليد کړي وي."

نوموړي وويل، افغانستان د غنمو د تولید لپاره پراخه ځمکې، پریمانه اوبه او مناسبه اب و هوا لري خو په خبره يې له دغو سهولتونو څخه سمه استفاده نه ده شوې.

عبدیاني: افغانستان د غنمو د تولید لپاره پراخه ځمکې، پریمانه اوبه او مناسبه اب و هوا لري
عبدیاني: افغانستان د غنمو د تولید لپاره پراخه ځمکې، پریمانه اوبه او مناسبه اب و هوا لري

دی وايي، په دې طرحه کې د غنمو د حاصلاتو د لوړولو ټولې لارښوونې ذکر شوي دي:

"د اوبو لګونې د سیسټم جوړونې، د اصلاح شوېو تخمونو او کيمياوي سرې د ویش او د هغې د اغیزمن استعمال او تر څنګ يې د غنمو د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوی او همدارنګه د غنمو لپاره د ښه مارکیټ پيدا کول په دې طرحه کې شامل دي."

استاد عبدياني وايي، اوس مهال په ټول هېواد کې په ۲۵۰ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل کيږي د ده په خبره که حکومت له بزګرو نه غنم په لوړه بيه واخلي بزګر مجبور دي چې په خپلو کروندو کې غنم وکري او له دې ځمکو څخه به ۷۰۰ زره ټنه غنمو حاصل په لاس راشي.

د ننګرهار پوهنتون د مسؤلینو په وینا دوی په پام کې لري چې دغه طرحه د کرنې وزارت او ولسمشر سره هم شریکه کړي او د عملي کیدلو په صورت کې به د کروندګرو اقتصادي ستونزې هم حل شي او بل خوا به هېواد غنمو د تولید له پلوه په خپلو پښو ودریږي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG