د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د ملکي هوايي چلند ادارې ۴۶ کارکوونکي هند ته لېږل شوي


د افغانستان د ملکي هوایې چلند خپلواکه اداره هیله څرګندوي چې په راتلونکو کلونو کې به د ملکي هوایي چلند په برخه کې متخصص او مسلکي کسان ولري.

د دې ادارې ویاند محمد قاسم رحیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره دغې ادارې په همدې روانه اوونۍ کې خپل ۴۶ کارکوونکي د فني او مسلکي زده کړو لپاره هند ته لېږلې دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"په دغو کارکوونکو کې ۱۶ یې د اطفایې او دیرش نور یې د ترافیک او مخابرې په برخو کې دي چې د همدې اوونۍ په جریان کې هند ته ولیږل شول څو د شپږو میاشتو لپاره هلته لازمې فني او مسلکي زده کړې وکړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي."

ښاغلي رحیمي وویل چې د زده کړې له بشپړېدو وروسته به دغه کار کوونکي د هېواد په بېلابېلو هوایي ډګرونو کې دندې پرمخ یوسي.

د افغانستان د فضایي حریم کنټرول نږدې اوه میاشتې وړاندې له نړیوالو ځواکونو افغان حکومت ته وسپارل شو او دا مهال افغان حکومت د خپلې فضا د کنټرول چارې د یوې امریکایي کمپنۍ په مرسته پر مخ وړي.

بل لورته د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون یو شمېر غړي وایي، دا مهال په هېواد کې د مسلکي کسانو د کمښت له وجې په اکثرو هوایې ډګرونو کې تر ډيره بهرني متخصصین کار کوي.

د دغه کمېسیون یوې غړې حبیبې سادات ازادي راډيو ته وویل چې د هوایي چلند ادارې د کار کوونکو مسلکي کول یو ګټور ګام دی.

اغلې سادات زیاته کړه:

"په دغه اداره کې موږ ځانګړي مسلکي اشخاص نه لرو، د دې لپاره اړتیا ده چې دوی د ظرفیت لوړولو لپاره خپل پرسونل بهر ته د مسلکي زده کړو لپاره واستوي همدغه مسلکي اشخاص دي چې ستونزې له منځه وړي."

میرمن سادات وویل چې په ادارو کې د مسلکي کسانو په ګمارلو سره به ډيری ستونزې هوارې شي.

په همدې حال کې بیا د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې چارواکي ټينګار کوي چې په دندو د مسلکي او متخصصو کسانو ګمارل د دوی د کارونو په لومړیتوب کې شامل دي او پدې برخه کې یې هڅې چټکې کړې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG