د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

کندز: د پلاستیکي وسلو پلورلو پر ضد د ماشومانو کمپاین


په کندز کې یو زیات شمېر ماشومانو د پلاستیکي ټوپکونو او چاودېدونکو توکو د واردولو پرضدیې کمپاین پیل کړ چې د ماشومانو د لوبو د وسایلو ترنامه لاندې له ګاونډي هېوادونو څخه افغانستان ته راواردېږي.

په کندز ولایت کې یو زیات شمېر ماشومانو دیوه کمپاین په پیل کولو سره یې د هغو پلاستیکي ټوپکونو د پلورلو اوپېرودلو پرضد یې خپل غږ اوچت کړ چې د یو شمېر اففان سوداګرو له لخوا، له ګاوندېو هېوادونو څخه دماشومانو د لوبو د وسایلو ترنامه لاندې افغانستان ته راواردېږي.

دغو ماشومانو په خپلو خبرو کې وویل، نور دوی نه غواړې چې دلوبو وسایل یي جنګې وسایل او تجهیزات وي:

ماشومان: موږ نه غواړو چې د لوبو وسایل مو جنګې وسایل او تجهیزات وي
ماشومان: موږ نه غواړو چې د لوبو وسایل مو جنګې وسایل او تجهیزات وي

"زما نوم ساحل ده زموږ غوښتې او تقاضا له تجارانو څخه دا ده چې نور دې موږ ته پلاستیکي ټوپکونه او داسې نور جنګې وسایل نه وارده وي، د هغو پرځاي دي موږ قلم کتابچه او داسې نور وسایل وارد کړي موږ نور جنګ نه غواړو سوله غواړو."

ماشومان د دغه کمپاین په لړ کې د کندز ښار پر یو شمېر دوکاندارانو یې داسې کاغزې پاڼې ووېشلې چې په هغو کې له سوداګرو څخه هېواد ته دماشومانو دلوبو دوسایلو ترنامه لاندې د پلاستیکي ټوپکونو، پتاقیو او د داسې نورو جنګې وسایلو او تجهیزاتو د واردلو دمخنیوي غوښتنه شوي وه.

په دې کمپاین کې ګډونوالو ماشومانو د دې ولایت او د هېواد پر ټولو ماشومانو یې هم غږ وکړ چې وروسته له دې د خپل دلوبو د وسایلو په اخیستو کې دغه ټکې ته پام لرنه وکړي:

ماشومان: له سوداګرو غواړو چې نور دا وسلې هېواد ته رانه وړي
ماشومان: له سوداګرو غواړو چې نور دا وسلې هېواد ته رانه وړي

"زمانوم الیاس خان ده زه له ملي سوداګرو څخه هېله کوم چې نور دې د ماشومانو لپاره جنګې دلوبو وسایل نه وارده وي، موږ نور جنګ نه غواړ، موږ ته دې دپلاستیکي ټوپکونو پرځاي، سمه دلوبو وسایل وارد کړي."

دغه کمپاین په کندز کې د یوشمېر مدنې ټولونو فعالانو لخوا او په دې ولایت کې د بشري حقوقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر او دکندز دامنیې قوماندانۍ په مرسته جوړ شوي وو.

په کندز کې د مدنې ټولونو یو تن غړي، برېښنا کاکړ له ازادۍ راډیو سره په خبروکې د دغه کمپاین اصلي هدف یې د پلاستیکي ټوپکونو او پټاقیو په اړه چې د ماشومانو د لوبو دوسایلو ترنامه لاندې افغانستان ته راځي عامه پوهاوې وبلله:

"له ملي سوداګرو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د هېواد ماشومانو لپاره دلوبو داسې وسایل او اسباب را وارد کړي چې هغه زموږ دماشومانو فکرونو ته وده ورکړي نه دلوبو داسې وسایل چې زموږ ماشومان له هغو څخه تاوترېخوالی او کرکه زده کړي."

په ورته وخت کې یوبل مدنې فعال غفران ارمان هم په خپلو خبرو کې له ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې د جنګي وسایلو پرځاي باید ماشومانو ته د لوبو ګټور توکي وارد کړي:

"زه له ملي سوداګرو څخه غواړم چې د ماشومانو لپاره د لوبو هغه وسایل وارد کړي چې د کوچنیانو پر ذهن او فکر باندې مثبته اغیزه وکړي او دهغه توکو له واردلو څخه ډډه وکړي کوم چې زموږ د ماشومانو پر ذهن باندې منفې اغیزه کوي."

په همدې حال کې په کندز کې یو شمېر دوکاندارانو او ملي سوداګرو هم د ماشومانو له دې کمپاین څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او په دې برخه کې یې د ماشومانو اندېښنې پر ځای وبللې.

د کارپوهانو په وینا، په افغانستان کې له پلاستکي ټوپکونو او چاودېدونکو توکو سره د کوچنیانو مېنه او لېوالتیا د تېرو څو لسیزو جګړو د ناوړو اغیزو ښکارندوینه کوي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG