د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

یونسیف: عراق کې ۳ نیم میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ دي


د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسیف وايي چې په عراق کې څه باندې درې نیم میلیونه ماشومان له جدي ګواښ سره لاس او ګریوان دي.

یونیسیف په یوه نوي راپور کې د جګړې له ښکیلو ډلو غوښتي دي چې د ماشومانو حقوقو ته درناوی وکړي.

یونیسف وايي چې عراقي ماشومان د مناسبو روغتیايي خدماتو د نشتوالي او د عامه خدماتو د نیمګړتیا له کبله سخت زیانمن شوي او تعلیم حالت یې هم خورا زیات خراب دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسیف خبرداری ورکوي چې ۳،۶ میلیون عراقي ماشومان د مړینې، ټپي کیدو، جنسي تشدد، اختطاف او په وسله والو ډلو کې د استخدامیدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دې ادارې د جګړې له ښکېلو ډلو غوښتي دي چې د ماشومانو حقوقو ته درناوی وکړي.

د یونیسف په راپور کې چې سرلیک یې- د ماشومانو لپاره دروند تاوان دی، یونیسف وايي په تېرو اتلسو میاشتو کې د هغو ماشومانو شمېر چې په جګړو کې د مړینې او یا په جګړو کې له هغو د کار اخیستلو له ګواښ سره مخامخ دي یو اعشاریه درې میلیونه زیات شوی دی.

د یونیسف راپور عراق د ماشومانو لپاره د نړۍ له ډیرو خطرناکو هېوادونو څخه بللی او زیاتوي په ۲۰۱۴ کال کې د داعش ډلې لاس ته د عراق د شمال او لویدیځ د پراخو سیمو لوېدو او وروسته د هغو د بیرته نیولو لپاره پوځي عملیاتو داسې یو ناورین رامینځ ته کړی چې په نتیجه کې شاوخوا څلور اعشاریه اوه میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړ شوي دي.

د یونیسف راپور همداراز زیاتوي چې د روغتیا د مناسبو خدماتو نشتوالي او د عامه خدماتو نیمګړتیا عراقي ماشومانو ته سخت زیان اړولی او د دوی تعلیمي حالت ډېر خراب دی.

په عراق کې د یونیسیف استازي پیتر هاوکینس نن وویل چې عراقي ماشومان د جګړې په جبهه کې دي، په وار وار او په بیرحمۍ سره په نښه کېږي.

هاوکینس د عراق د جګړې پر ټولو ښکیلو اړخونو غږ وکړ چې پر ماشومانو د حملو مخه ونیسي او د هغو حقونو ته درناوی وکړي.

ده زیاته کړه چې د ماشومانو باید هسې ملاتړ وشي چې اړتیا ورته لري څو د جګړې له ویرې څخه وژغورل شي او د سوله ییز او سوکاله عراق له جوړیدو سره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو یونیسف ادارې د داعش ډلې د ولکې لاندې سیمو په ګډون په ټول جګړه ځپلي عراق کې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه څو د هغو تعلیمي حالت ښه شي او د رواني رغونې امکانات ورته برابر شي.

دې موسسې همداراز ویلي چې بودیجه یې کمه ده او په ۲۰۱۶ کال کې په عراق کې د ماشومانو لپاره د خپل پروګرام د عملي کولو لپاره سل میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

عراق وروسته له دې چې امریکايي ځواکونه په ۲۰۰۱۱ کال له دې هېواده ووتل له خورا سخت حالت سره مخامخ دی.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو د ۲۰۱۴ کال په دوبي کې د عراق د شمال او لویدیځ پراخې سیمې لاندې کړې او په دې ترڅ کې یې د دې هېواد دوهم ستر ښار موصل او د لویدیځ انبار ولایت ډېرې برخې ونیولې خو وروسته له دې چې عراقي ځواکونو د امریکا د هوايي قواوو په مرسته په دې سیمو کې پوځي عملیات پیل کړل نو دې دلې ته سخته مرګ ژوبله واوښته.

د دې عملیاتو په نتیجه کې د فلوجې په ګډون ګڼ ښارونه د داعش ډلې له ولکې آزاد شول خو لاهم موصل او ځینې نورې سیمې د دې دلې تر ولکې لاندې دي.

XS
SM
MD
LG