د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

العبادي: فلوجه فتح شوه، موصل به هم ژر ونیسو


وروسته له دې چې د عراق وسله والو ځواکونو د فلوجې ښار هغه برخې هم ونیولې چې د داعش تر ولکې لاندې وې، صدراعظم حیدرالعبادي له خلکو وغوښتل چې د خوشالۍ جشنونه جوړ کړي.

ښاغلي عبادي پر ټولو عراقیانو غږ وکړ چې په هرځای کې چې دي بهر دې راووځي او د خوشالیو په جشنونو کې دې ګډون وکړي.

عبادي د العربیه ټلویزیون له لارې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د فلوجې ښار د یو روغتون مخې ته ولاړ و او د عراق بیرغ یې له خپلې غاړې تاو کړی و.

د عراق صدراعظم څو ساعته وروسته له هغه فلوجې ته ورسېد چې د پوځي عملیاتو مسوول قوماندان د دې ښار د بېرته نیولو لپاره له تېرو پنځو اونیو راهیسې پیل شوي عملیات ختم اعلان کړل.

ډګر جنرال عبدالوهاب السیدي د ګولان ولسوالۍ مرکزته له رسېدو وروسته اعلان وکړ چې دا سیمه د داعش له وسله والو تصفیه شوې ده او دی له هغه ځایه د دې عملیاتو پای اعلانوي.

د السیدي په وینا د فلوجې د بېرته نیولو په عملیاتو کې چې د امریکا پوځ یې د هوايي حملو په وسیله ملاتړ کاوه ۱۸۰۰ داعشیان وژل شوي.

شیعه ملیشې هم په دې عملیاتو کې د عراقي ځواکونو ملګرې وې.

العبادي فلوجې په نیولو سره د جشنونو د جوړولو غوښتنه وکړه
العبادي فلوجې په نیولو سره د جشنونو د جوړولو غوښتنه وکړه

صدراعظم العبادي څه باندې یوه اوونۍ مخکې په فلوجه کې د عراق د پوځ بریا اعلان کړې وه خو د ګولان د ولسوالۍ په ګډون د ښار په ځینو برخو کې نښتو لا هم دوام درلود.

فلوجه د ۲۰۱۴ کال له جنوري میاشتې راهیسې تر پرون ورځې پورې د داعش تر ولکې لاندې وه خو د موصل په ګډون د عراق د شمال او لویدیځ پراخې سیمې لاهم د دې ډلې په ولکه کې دي. صدراعظم عبادي وویل، ډېر ژر به په موصل ښار کې هم د عراق دولتي بیرغ ورپیږي.

د مې میاشتې په وروستیو کې د فلوجې د بېرته نیولو د عملیاتو له پیل سره سم زرګونه کورنۍ له دې ښاره وتو ته اړوتې.

دې مسئلې د عراق حکومت او مرستندویې ټولنې له زیاتو ستونزو سره مخامخ کړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې په فلوجې ښار کې د عملیاتو له پیل وروسته پنځه اتیا زره کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او په سختو شرایطو کې ژوند تیروي.

ملګرو ملتونو له دې کډوالو سره د مرستې لپاره د زیاتو مالي سرچینو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG