د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

د عراق په فلوجه کې شاوخوا ۲۵۰مشکوک جنګيالي وژل شوي


د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو په فلوجه کې بمباري کړې ده او د امريکايي چارواکو په وينا دوه نيم سوه مشکوک جنګيالي په کې وژل شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، که د تلفاتو شمېر تاييد شي، دا به د داعش پر وړاندې تر ټولو لويه حمله وي.

چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې لومړۍ شمېرې ښايي تغير وکړي.

د چارواکو په وينا دغه حملې د فلوجه ښار په جنوب کې شوي او له دې ځايه ملکيان بې ځايه شوي.

په داسې حال کې چې داعش مځکې له لاسه ورکړي، په بهر کې د دغې ډلې د حملو په اړه اندېښنې بيا هم نه دي کمې شوي. ترکيې د چار شنبې په ورځ د استانبول په هوايي ډګر کې د درو حملو پړه پر داعش واچوله چې په کې دوه څلوېښت کسان ووژل شول.

د سي آی اې مشر جان برينن په واشنګټن کې یوې غونډې ته وويل چې د داعش د ماتولو لپاره اوږد مزل پاته دی.

برينن د چار شنبې په ورځ د بهرنیو چارو شورا ته په واشنګټن کې د خبرو پر مهال وويل:

"اوس مهال زه اندېښنه لرم چې د داعش له خوا له عراقه او سوريې دباندې رامنځته شوی ترورېزم اوس هم زیاته وړتيا لري چې موږ يې نه شو ارامولای. موږ باید خپلې هڅې زياتې کړو."

د جګړې په ميدان کې د داعش پرضد د امریکا په مشرۍ کمپاين په وروستیو اونيو کې پرمختګ کړی دی او حکومت په فلوجه کې د داعش پر وړاندې بريا اعلان کړې ده.

د ملېشو يوه ائتلاف هم د سوريې په شمال کې په منبج ښار کې د داعش پر ضد حملې پيل کړي.

بيا هم د جګړې په اوږدو کې د عراق په سرحدي ښار کې او يوه نيږدې هوايي ډګر کې د چار شنبې په ورځ داعش د امريکا ملاتړ لرونکي ياغيان پر شا تمبولي.

XS
SM
MD
LG