د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د ترافیکي پېښو د کمولو په مقصد، یو لارښود کتاب چاپ شو


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د کمولو په مقصد، یو لارښود کتاب چاپ کړ.

په دغه کتاب کې د موټر چلولو شرایط، د مساپر وړونکو او بار وړونکو نقلیه وسایطو ټولنو ته لارښوونې، ترافیکې سرغړونې د پېښو ناوړه پایلې او داسې نور موارد ذکر شوي دي.

د ترافیکو عمومي مشر محمد شفیق سعیدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د حکومت د نورو اړوند ادارو په مرسته به وکړای شي، د دې کتاب محتویات پلي او ترافیکې پېښې کمي کړي.

سعیدي: د حکومت د نورو اړوند ادارو په مرسته به وکړای شو د دې کتاب محتویات پلي
سعیدي: د حکومت د نورو اړوند ادارو په مرسته به وکړای شو د دې کتاب محتویات پلي

ښاغلی شفیق سعیدي زیاتوي:

"کړنلاره مو په ۳۴ ولایتونو کې والي صاحبانو، امنیه قوماندانو او ټرانسپورټونو ته رسولې ده. انشاءاله د دوی په همکارۍ به په ټولو ولایتونو مراعت او پلي شي."

د ترافیکو د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې له جنګونو او ناامنیو وروسته، ترافیکي پېښې خلکو ته زیات ځاني زیانونه اړوي.

د ترافیکي پېښو لارښود کتاب ۲۴ فصلونه لري، د دې کتاب مؤلف عبدالودود خیرخوا وايي، په لوېو لارو کې ۷۰۰ لاملونه شته چې ترافیکې پېښې رامنځته کوي.

خیرخوا وايي، په لوېو لارو کې ۷۰۰ لاملونه شته چې ترافیکې پېښې رامنځته کوي.
خیرخوا وايي، په لوېو لارو کې ۷۰۰ لاملونه شته چې ترافیکې پېښې رامنځته کوي.

ده د کتاب د تشریح کولو پر مهال د بیلګې ډول لاملونه داسې بیان کړل:

"-لومړی لامل یې، د لوېو لارو غیرې معیاریتوب دی.

-دوم د موټر چلوونکو د استخدام په برخه کې د ټرانسپورټي اتحاديو نه پاملرنه.

-درېیم په لوېو لارو کې د مخدرو مواد کارول.

-څلورم د نقلیه وسایطو تخنیکې ستونزې او پنځم د ترافیکې اصولو، نه مراعتول."

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت هم پخوا تردې، د سړکونو او لوېو لارو د غېرمعیاریتوب په اړه څرګندونې کړې وې.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په تېر کال کې په ترافیکې پېښو کې ۱۴۰۶ تنه وژل شوي او ۴۰۰۰ ټپیان شوي دي.

د سړکونو څارنه، د سفر پر مهال د مخدرو موادو پر کارولو بندیز، د ترافیکي مقرراتو مراعتول او د کمربندونو تړل هغه اصول دي چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې پلي کیږي او تر ډېره ځایه د ترافیکو پېښو مخه نیسي.

د افغانستان د ترافیکو ریاست وايي، له بده مرغه په افغانستان کې دغو اصولو ته پاملرنه نه کیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG