د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د کابل ده سبز کې ۱۱۰۰ ښوونکو ته د ځمکو ورکولو لړۍ پيل شوه


د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ ښوونکو ته د ځمکو د سندونو ورکړې لړۍ پیل شوه.

د پوهنې وزیر پر ښوونکو د ځمکو د سندونو د وېش پرمهال وویل، دا ځمکې په ډېره ټیټه بیه او په اوږد مهالو قسطونو ښوونکو ته ورکول کېږي.

له ښوونکو سره د جمهور رئیس اشرف غني تر ژمنو وروسته، د ښاري پراختیا وزارت د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ۱۱۰۰ ښوونکو لپاره، یوه یوه نمره ځمکه ځانګړې او د پوهنې وزارت ته یې وسپارله.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخې د سې شنبې په ورځ د ده سبز ولسوالۍ د پیروز په پروژه کې ښوونکو ته د ځمکو د سندونو د وېشلو پرمهال وویل، د پوهنې وزارت پلان لري چې سربېره پردې پروژې، پر ښوونکو د ځمکو د وېش لړۍ، په کابل او نورو ولایتونو کې هم جاري وساتي.

بلخي: د پوهنې وزارت پلان لري چې په نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ جاري وساتي
بلخي: د پوهنې وزارت پلان لري چې په نورو ولایتونو کې هم دا لړۍ جاري وساتي

هغه زیاته کړه:

"زه ویاړم چې۱۱۰۰ نمرې ځمکه چې زیربنايي چارې یې بشپړې شوي، نن پر محترمو ښوونکو وېشو، د دې ځمکې هرمترمربع چې ۵۰۰ افغانۍ قیمت ګذاري شوی او په لسو کلونو کې به د ښوونکو له میاشتینو تنخواګانو څخه وضع شي."

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د ښاري پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، دغه پرورژه کابو لس کاله د مخه پیل شوې وه چې په دې موده کې یې ټولې زیربنايي چارې یوه په بلې پسې بشپړېږي.

ښاغلي نادري وویل، د پیروز د پروژې ځمکې به په دوو پړاوونو کې پر ښوونکو وویشل شي.

د ښاري پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري
د ښاري پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري

نوموړي زیاته کړه:

"په دې پروژه کې ۷۵میلیونه ډالره پانګونه کېږي چې تراوسه په کې ۲۸ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده، د دې پروژې ظرفیت ۱۱۰۱ نمرې دی او په راتلونکو پړاوونو کې به نورو ۵۰۲ ښوونکو ته هم نمرې وویشل شي."

د ښاري پراختیا د وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې، پرڅه کم پنځوس زره جریبه ځمکه د ښوونکو لپاره، د ۹۴ ښاروګوټو د جوړولو پلانونه ترتیب شوي دي.

خو ځینې ښوونکې باوري نه دي چې حکومت به ورته ځمکې ورکړي.

دوی وايي ډېرې ژمنې ورسره شوي، هیله ده چې داځل عملي شي.

پخوا تر دې یو شمېر ښوونکو له دې امله چې د حکومت په ځانکړي ډول د ولسمشر غني له خوا ورسره شوې ژمنې نه وې عملي شوې، په اعتراضونو هم لاس پورې کړی او له حکومت یې غوښتي وو چې له دوی سره دې پر کړیو ژمنو عمل وکړي.

د محمد نذیر صبوري په نامه یوه ښوونکي ازادي راډیو ته وویل:

"په دې پروژه کې لس کاله مخکې ماته یوه نمره ځمکه راپه نوم شوی خو راکړې یې نه ده ، دا ټول دروغ دي، هیله ده دا ځل دا ژمنې عملي شي."

سربېره پردې ښوونکو ویل، که ځمکه ترلاسه کړي، د ودانېدو توان یې نه لري.

په دې اړه د پوهنې وزارت وايي، پلان لري چې د ښوونکو اقتصادي ستونزو ته په کتو سره، په راتلونکې کې له ښوونکو سره د کورونو په جوړولو کې هم مرستې وشي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG