د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

کابل پوسټ:پاکستان له روانو خبرو غلط تعبیر اخیستی


د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو سرغړونې او پر لویو لارو د برمته نیولو د پیښو په اړه اندیښنې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، وروسته له دې چې پاکستان پوه شو چې په خپل لاس روزل شوي طالبان یې د افغان ځواکونو په مخامخ جګړو کې ناکام شول، نو د ډیورند پر کرښه یې سرغړونو ته زور ورکړ.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان داسې ګڼله چې افغان امنیتي ځواکونه به یې د تائسیساتو په جوړولو آرام کیني او ځواب به ورنه کړي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، برعکس داسې ونه شول او افغان ځواکونو دې تحرکاتو ته جدي ځواب ورکړ.

د ورځپاڼې په باور، پاکستان اوس په خپله خاوره کې طالبانو ته داسې فضا برابره کړې لکه د مجاهدینو مشرانو ته یې چې برابره کړې وه، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، د پاکستان له خوا تل د افغانستان د سقوط خوبونه لیدل کیږي، خو افغان ځواکونه یې ریښتیا کیدو ته نه پریږدي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ بیا په لومړي مخ کې لیکلي چې پاکستان له روانو خبرو غلط تعبیر اخیستی او په تورخم کې یې د تائسیساتو جوړولو ته دوام ورکړی دی.

په مطلب کې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عمرزاخېلوال په حواله لیکل شوي، که د تائسیساتو د جوړولو کار ونه درول شي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې به جګړې پراخه او د بدو عواقبو مسئولیت به یې د پاکستان پر غاړه وي.

د مطلب لیکوال ویلي، ټاپي، کاسا زر او له منځنۍ آسیا سره د افغانستان له لارې د پاکستان ترانزیت هغه پروژې دي چې په ارامه فضا کې عملي کیدلی شي او که د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت همداسې دوام وکړي، د دغو پروژو عملي کول به ناشوني کړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا پر لویو لارو د برمته نیولو پیښو ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د برمته نیونې دغه پېښې بد عواقب درلودلی شي.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو په جوزا میاشت کې دوه ځله په کندز او یوځل په غزني کې له موټرو سپرلۍ ښکته کړې چې یو شمېر یې ووژل او ځینې نور یې له ځان سره بوتلل.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغو برمته نیولو قومي بڼه غوره کړې او که یې حکومت مخه ونه نیسي د غچ اخیستو انګیزه به یې رامنځ ته او بد عواقب به ولري.

ملي ارمان:

ملي ارمان بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، تېره ورځ په کابل کې یو شمېر معترضو د برمته شوو کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوله چې د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخ شول.

په سرمقاله کې راغلي، که د پولیسو دغه کار شخصي وي، ممکن څه نا څه د زغم وړ وي، خو که چیرې پولیس د کومې ادارې له خوا دې کار ته هڅول شوي وي، د اندیښنې وړ موضوع ده.

XS
SM
MD
LG