د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

چارلیز: پاک-افغان حکومتونه دې د تورخم شخړه په خبرو حل کړي


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند افغان او پاکستاني حکومتونه خپلو کې خبرو ته هڅوي وايي چې د تورخم پر بندر راپورته شوې شخړه د خبرو له لارې حل کړي.

جنرال چارلز کلیفلنډ د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره مرکه کې وویل چې دا د حل وروستۍ لاره ده.

ښاغلي کلیفلنډ زیاته کړه:

"تر ټولو ښه رول چې د غوڅ ملاتړ ماموریت یې په دې قضیه کې لوبولای شي هغه دا دي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې وهڅوي چې په خپلو کې خبرې وکړي او زموږ په نظر د دې مسئلې حل له ډیپلوماټیکو لارو کیدای شي او دا هغه څه دي چې موږ دواړه لوري دې ته هڅوو."

د افغانستان حکومت او د ملي شورا غړي هم ټينګار کوي چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني پوځيانو تر منځ شخړه د حل لاره نه ده او باید له ډیپلوماتیکو لارو اواره شي.

د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال
د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال

د ډیپلوماټیکو هڅو په لړ کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د پوځ له پلاوي سره یې د تورخم د شخړې په حل او د دروازې د جوړولو د کار پر درولو خبرې کړي خو په لیکنه یې د تمې خلاف د دروازې د جوړېدو کار نه دی بند شوی.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په تورخم کې وروسته له هغې شخړې رامنځ ته شوې چې پاکستاني پوځیانو د یکشنبې په ورځ هڅه وکړه څو په صفري نقطو کې تاسیسات جوړ کړي خو د افغان امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله کومه جدي موضوع نه ده او د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پیلیدو معنی نه ورکوي، ده وویل چې دا ډول موضوعات معمولاً د خبرو له لارې حل کیږي.

ښاغلي ذکریا زیاته کړه:

"دا موضوع په دې معنی نه ده چې هلته جګړه پیل شوې ده. کومه شخړه چې رامنځ ته شوې په هر هغه هېواد کې چې عمومي بندرونه موجود دي، هلته رامنځ ته کیږي. خو د تماسونو او خبرو له لارې دا ستونزه بیرته حل کیږي."

د چارو کارپوه ودیر صافی وایي، د نړیوالو قوانینو له مخې هر دولت که تر سوله ییزو لارو مخکې وسلو ته لاس وروړي، هغه متجاوز دولت بلل کیږي او باید د نړیوالې ټولنې له خوا ورباندې فشار راوړل شی.

راپور: قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG