د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

باجوه: سرحدي تنظیم به د تښتېدلو ترهګرو د راستنېدو مخه ونیسي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، په "ضرب عضب" پوځي عملياتو کې يې قبايلي سيمې له ترهګرو پاکې کړي او اوس يې ډېر پام سرحدي تنظيم ته دى، څو تښتېدلي ترهګر بېرته راستانه نه شي.

پوځي چارواکي وايي چې په شمالي وزيرستان کې يې په تېر دوه کلن پوځي عملياتو کې نږدې ٤٣٠٤ مربع کيلو مټر سيمه له ترهګرو پاکه کړې او شاوخوا ٣٥٠٠ ترهګر په کې وژل شوي دي.

دا څرګندونې د پوځ د مطبوعاتي څانګې ISPR مشر جنرال عاصم سليم باجوه د چهارشنبې په ورځ په راولپېنډۍ کې هغې تفصيلي خبري کنفرانس ته کړي چې د ضرب پوځي عملياتو د دوه کاله پوره کېدو په تړاو رابلل شوى و.

د پاکستان حکومت د ٢٠١٤میلادي کال په جون کې تر هغې وروسته په شمالي وزيرستان کې د مېشتو کورنيو او بهرنيو ترهګرو پرضد عمليات پيل کړل چې له پاکستاني طالبانو سره يې مذاکرات ناکام شول او طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر خونړى وسله وال بريد وکړ.

ښاغلي باجوه وويل، په تېرو دوو کلونو کې يې د ترهګرو ٩٩٢ مرکزونه له منځه وړي او ٢٥٣ ټنه باوري مواد هم ترلاسه کړي خو زياته يې کړه چې په ترهګرو سره په نښتو کې يې لږ تر لږه ٤٩٠ امنيتي کسان هم وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، په شمالي وزيرستان کې د عمليات تر پېلېدا وروسته ترهګر د افغانستان له لارې خېبر ايجنسۍ ته واوښتل چې بيا وروسته هلته هم د هغوى پرضد له امتياز او توپير پرته د خيبر ون او خيبر ټو عمليات پيل شول چې لږ تر لږه ٩٠٠ سوه ترهګر په کې ووژل شول.

د باجوه په خبره، په خېبر ايجنسۍ کې تر عملياتو وروسته د شمالي وزيرستان لرې پرته سيمه شوال له ترهګرو پاکه شوه.

باجوه د ضرب عضب پوځي عملياتو د برياوو او د امنيتي سرتېرو د تلفاتو په اړه وويل:

"تر اوسه چې کوم کار شوى دى، په مجموعي توګه ٩٩٢ مرکزونه له منځه وړل شوي دي، ٢٥٣ ټنه بارودي مواد ترلاسه شوي او تقريباً ٣٥٠٠ ترهګر په کې وژل شوي دي."

د پوځ د مطبوعاتي څانګې د مشر په خبره، د عملياتو په اوږدو کې يې قبايلي سيمې له ترهګرو پاکې کړي، اوس يې ځواکونه افغان پولې ته رسېدلي او ډېره توجه د پولې تنظيم ته ده.

باجوه پر تورخم د پاکستان له خوا د دروازې جوړولو د يادونې په ترڅ کې وويل، چې دا دروازه په ٢٠٠٤م کال کې هم وه او اوس د پاکستان په خاوره کې دننه جوړېږي او ټينګار کوي، چې بايد څوک يې پر جوړولو اعتراض ونه کړي.

د باجوه په خبره، د پاکستان سياسي حکومت او پوځ په ګډه په تورخم کې د دروازې جوړولو او همداراز د سرحدي تنظيم پرېکړه کړې ده، چې په خبره يې، دا د افغانانو په ګټه هم ده، ځکه چې دلته به خلک د تګ راتګ پر مهال درېږي او سفري اسناد به يې کتل کېږي.

نوموړي په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون او په پېښور کې د هوايي ځواک پر اډې د بريد يادونه وکړه او ويې ويل، چې په ددغو بريدونو ټول بريدګر د تورخم له لارې له افغانستانه راغلي وو، نو له دې امله اوسمهال د پولې تنظيم ډېر مهم دى.

نوموړى په دې اړه وايي، پاکستان به له افانستان سره د نښتې اوږد پولې د خوندي ساتلو لپاره په خلاص سرحد ايف سي ځواکونه ځاى پر ځاى کړي او د راتګ راتګ د ټاکلو ځايونو څارنه به سخته کړي:

" اوس چې موږ په قبايلي سيمې له ترهګرو پاکه کړې او [افغان] پولې ته رسېدلي يو، او خلک اوس بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي، نو دا ډېره ضروري ده چې ترهګر بېرته دغو سيمو ته راتلو ته پرېنښودل شي. لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې ډېر ترهګر له پولې اخوا افغانستان ته تښتېدلي، نو هغوى کوشش کوي چې بېرته راواوړي. نو د پولې د خوندي ساتلو لپاره به د ايف سي ځواکونه پر پوله ځاى پر ځاى کړو خو د تګ راتګ په ټاکلو ځايونو کې بۀ چيکنګ سخت کړو او د سفري اسنادو له دقيقې څارنې او تصديق پرته به هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه وي."

باجوه خبري غونډې ته وويل، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بېرته ستنېدل هم د پولې د تنظيم په پروسه کې شامل دي.

سليم باجوه په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو د يادونې په ترڅ کې دا هم وويل، چې ددې عملياتو تر پيل مخکې ويل شوي چې دا به له امتياز او توپير پرته د ټولو ترهګرو پرضد وي، چې دا کار اوس هم روان دى.

له شمالي وزيرستان څخه د بې کوره شويو خلکو د يادونې په لړ کې باجوه وويل، چې تر دې دمه ٦١ فيصده کډوال بېرته ستانه شوي، چې د هغوى لپاره په سيمه کې د هسپتالونو، سړکونو، سکولونو او د اوبو رسونې په نظام کار شوى دى.

د باجوه په خبره، که څه هم قبايلي سيمې له ترهګرو پاکې شوي دي، خو ډېر کار لا پاتې دى او په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو د لټون لپاره کومبنګ عمليات پيل شوي او تر هغې به روان وي، ترڅو له پاکستانه ترهګري په بشپړه توګه ختمه شوې نه وي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG