د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

زاخیلوال: پاکستان په تورخم کې د دروازې د جوړولو کار نه دی درولې


په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ویلي چې پاکستاني چارواکو د توقع خلاف په تورخم کې د دروازې د جوړولو کار نه دی درولی او له ده سره یې د پرونیو خبرو په اړه غلط وضاحت ورکړی دی.

ښاغلي زاخیلوال نن سهار په خپل رسمي فیسبوک او ټویټر کې لیکلي چې پرون یې د پاکستان د پوځ له پلاوي سره د راولاړې شوې لانجې په هواري او تر هواري پورې د دروازې د کار په توقف خبرې کړي خو هغوی په غلطه داسې ښودلې چې د کار پیل د پرونیو خبرو په اساس شوی دی.

ښاغلي زاخیلوال دا هم ویلي که پاکستان د دروازې د جوړولو کار بند نه کړي نور دلیل نه پاتې کیږي چې په هغه هېواد کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG