د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د تورخم وضعیت نسبت تېرو ۲ ورځو ته نن ارام و


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم وضعیت ارامه دی خو سرحدي ځواکونه په خپلو پوستو کې ځای پرځای دي.

له تېرو درېیو ورځو راهيسې له کله نه چې د دروازې پر سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وسله واله شخړه راولاړه شوې د تورخم په بازار کې چوپه چوپتیا خوره ده او یوازې وخت ناوخته د درنو ډزو آوازونه اورېدل کېږي.

په تورخم کې ټول کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او پېښور ته تېره شوې ترانزيټي لاره د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده.

ېښور ته تېره شوې ترانزيټي لاره د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده
ېښور ته تېره شوې ترانزيټي لاره د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده

د ولايتي چارواکو په خبره د دوشنبې په ماځیګر پاکستاني ځواکونو د بيا ځل لپاره د افغان ځواکونو او د عامو خلکو پر استوګن ځایونو توغندیز بریدونه پيل کړل چې په خبره يې د سرحدي پولیسو یو بل سرتېری هم د تېرې ورځې په بریدونو کې و وژل شو.

د دې وژل شوي سرتېري په جنازه کې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي وویل له پرون ماښام راهيسې په تورخم کې وضعيت عادي دی خو ځواکونه لا هم په خپلو سنګرونو کې د تيارسی په حال کې دي.

بېګاه د اووه بجو نه راپه دیخوا وضعیت ارامه دی
بېګاه د اووه بجو نه راپه دیخوا وضعیت ارامه دی

هغه زیاته کړه:

"بېګاه د اووه بجو نه راپه دیخوا وضعیت ارامه دی له هغې خوانه هم کوم تحرکات نه دي شوي او دیخوانه هم زموږ ځواکونه د خپلې دفاع په خاطر اماده ناست دي."

په تورخم کې مېشت سرحدي ځواکونه وايي، پر خپله خاوره د هیڅ چا تېری نشي زغملای دوی وويل تر هغه چې په وجود کې يې د ژوند وروستۍ سلګۍ هم وي د خپلې خاورې نه د دفاع لپاره به جنګېږي:

"زموږ کومو ملګرو چې خپله وينه قرباني کړه په هغې موږ نور هم جزباتي شو او موږ نور هم مرال لوړ شو تر څو د خپل وطن او خاورې نه دفاع وکړو تر هغه چې زموږ په تن کې یو څاڅکی وینه هم وي جنګېږو به.

سرتېری: افغان سرحدي پولیس او ملي پولیس په ډېرې لوړې مېړانې د دښمن په خلاف جنګېدلي او خپلو ولسونو ته ډاډ ورکوو چې هیڅکله به چاته اجازه ورنه کړو چې زموږ پر خاوره تېری وکړي."

د ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، د تېرو درېیو ورځو په اوږدو کې د وخت ناوخته جګړو له امله د پاکستاني ځواکونو لخوا په شویو انداښتونو او بریدونو کې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دولس نور ټپيان شوي دي.

دارنګه دوی زياتوي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا توغول شوې مرمۍ د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې هم لګېدلي چې پرون ماځیګر دوه تنکي ماشومان په دغو بریدونو کې قرباني شول.

لاهم د تورخم د برخلیک ټاکلو په اړه کره ریپوټونه نه دي خپاره شوي خو د خلکو غوښتنه داده چې د تورخم دروازه دې پرته له کوم قید او شرط نه خلاصه شي او پرېږدي چې د دواړو لورو ولسونه پرې د پخوا په څېر تګ راتګ وکړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG