د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

له تورخم څخه د مشرانو جرګې د مشر د سترګو لیدلی حال


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وایي په تورخم کې د افغان ځواکونو روحیه پیاوړې ده او خلک هم ترې ملاتړ کوي.

فضل هادي مسلمیار چې تېره ورځ د وضعیت د څېړلو لپاره تورخم ته تللی و وایي چې پاکستان د اصولو خلاف فرضي کرښې ته نږدې ټانکونه په پوستو کې ځای پرځای کړې دي.

مسلمیار وايي، افغانان له هیڅ هېواد سره د جګړې غوښتونکي نه دي خو ټينګار کوي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد دفاع لپاره د تورخم په صفري نقطه کې له لوړ مورال څخه برخمن دي.

فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ وویل چې د دوشنبې په ورځ د تورخم وضعیت د څېړلو لپاره تللی و او په وینا یې چې جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې ده.

جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه
جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه

هغه زیاته کړه:

"یوڅه باید حقیقت د مطبوعاتو په وړاندې وویم، زموږ د پوځيانو روحیه له طالب سره د جنګ په وړاندې نه پوهیږم څه علت ده چې هغه به ورور ښکاري چې کله به قانع شي سولې ته، سمه ده جنګ به کوي ځای به ورته نه پرېږدي خو پرونۍ جګړې زر چنده توپیر درلود، نو ډاډ در کوم چې ګټه به زموږ او تاسو وي خو بیا هم موږ جنګ نه غواړو."

ښاغلي مسلمیار وویل چې پاکستان تورخم ته نږدې په امنیتي پوستو کې خپل ټانکونه ځای پرځای کړي دي چې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ له اصولو خلاف دي.

په همدې حال کې نوموړي د پاکستان له خلکو وغوښتل ترڅو په خپلو نظامیانو او سیاسیونو باندي فشار راوړي چې د افغانستان په وړاندې له دوه ګوني سیاست څخه لاس واخلي.

پاکستاني پوځيانو دوه ورځې وړاندې هڅه وکړه څو په تورخم کې تاسیسات جوړ کړي خو د افغان ځواکونو له عکس العمل سره مخ شول.

د راپورنو له مخې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې یو شمېر سناتوران وایي چې پاکستان نباید خپلو داسې کړنو ته دوام ورکړي.

پاکستان نباید خپلو داسې کړنو ته دوام ورکړي
پاکستان نباید خپلو داسې کړنو ته دوام ورکړي

سناتور نثار حارث په دې اړه وویل:

"پاکستان باید په دې یوه شي لکه څنګه چې په تېر کې دوی ته افغانانو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دا ځل هم د افغانستان خلک له هر لویشت خاورې دفاع کوي."

په همدې حال کې یو شمېر نور سناتوران د افغان ځواکونو څخه په ستاینې وایي چې باید دا ستونزه د خبرو له لارې حل شی.

سناتور محمد علم ایزدیار وویل:

"زموږ غوښتنه له افغان دولت او نړیوالې ټولنې څخه داده څو دا ستونزې له ډيپلوماتیکو لارو هوارې کړي او د افغانستان حق خوندي پاتې شي اوله ډېرو جنګ جګړو مخنیوی وشي."

له دې سره د افغانستان اجراییه رئیس عبدادلله عبدالله تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي چې جګړه د هیڅ هېواد په ګټه نه ده او هیله یې څرګنده کړه چې په تورخم کې رامنځ ته شوې ستونزه له ډيپلوماتیکو لارو هوارې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG