د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

له ډهلي سره د کابل نږدې کېدل او تورخم کې د پاکستان پوځي اقدام


افغان حکومت غواړي چې به تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ رامنځته شوې ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو هواره کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه یې تېره ورځ په افغانستان کې د پاکستان سفیر هم احضار کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې د پاکستان سفیر ته په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو د سرغړونې، د تائسیساتو د جوړولو او پر افغان ځواکونو د حملې په اړه جدي اعتراض کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین احضار کړی او دغه اعتراضونه یې ورته وړاندې کړي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیر الله ازاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی په پاکستان کې هم د خپل سفارت له لارې دغه موضوع تعقیبوي.

وږ په پاکستان کې هم د خپل سفارت له لارې دغه موضوع تعقیبوو
وږ په پاکستان کې هم د خپل سفارت له لارې دغه موضوع تعقیبوو

هغه زیاته کړه:

"پرون د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ او د خپل اعتراض ټکي یې ورته څرګند کړل، موږ په پاکستان کې هم د خپل سفارت له لارې دغه موضوع تعقیبوو."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د دغې پېښې په تړاو په اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافير احضار کړی او غوښتنه يې ترې کړې چې د افغانستان حکومت دې د تورخم د پېښې تحقيقات وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیورند کرښه تورخم کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ وقفه یي نښته روانه ده چې په کې دواړو غاړوته تلفات هم اوښتي دي.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو رئيس ارکان محمد ايوب حسين خېل ازادي راډيو ته وويلي چې دغه نښته د یکشنبې په شپه شاوخوا نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو د افغان حکومت له همغږی پرته غوښتل چې د تورخم په دروازه کې بیا تاسيسات جوړ کړي.

د نوموړي په وینا دوی د دې کار مخه نيولې او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې د افغان حکومت ورستي پرمختګونه او له هند سره یې نږدې والی پوځي اقدام ته د پاکستان د تحریکېدلو اصلي لامل دی.

د دغو کارپوهانو له ډلې په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي وايي:

پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي
پخوانی افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي

"اصلاً خو پاکستان په دې وختو کې هغه سیاست یا هغه حرکتونه چې په افغانستان کې راروان دي لکه د سلما بند افتتاح شو، چابهار بندر افتتاح شو، د هند صدراعظم په امریکا کې وویل چې موږ له افغانستان سره همکاري کوو، پاکستان دې مسایلو ته خفه دی او تر فشار لاندې دی، کوښښ کوي چې په یو ډول منطقه کې مشکل ایجاد کړي چې نړۍ ورته متوجه شي."

خو ښاغلی سعیدي وايي چې افغان ولسمشر اوس ـ اوس د پاکستان د خوشحالولو لپاره د هند یو شمېر پروژې ځنډولې او افغان ارګانونو ته یې هم ویلي چې پاکستان سره د جګړې خبره ونه کړي.

د دې موضوع په اړه مو د ښاغلي غني د ویاند له مرستیال دواخان مینه پال وپوښته.

هر ډول مشکل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ رامنځته کېږي د دواړو هېوادونو په زیان دی
هر ډول مشکل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ رامنځته کېږي د دواړو هېوادونو په زیان دی

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت غواړي چې د تورخم پر سر راولاړه شوې لانجه له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي، هر ډول مشکل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ رامنځته کېږي د دواړو هېوادونو په زیان دی."

له دې یوه ورځ وړاندې بیا یوې معتبرې دولتي سرچینې خبریالانو ته وویل، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د سرغړونو اسناد راټولوي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې سپاري.

خو دا چې په تورخم کې را ولاړه شوې ستونزه چې له امله یې د پولې دواړو خواوو ته خلک زیانمن شوي، څه وخت او په څه ډول هواره شي، وخت به یې ځواب ووایي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG