د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

سرچینه: د پاکستان د یرغل په اړه اسناد به "م.م" ته وسپارو


د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې په تورخم کې به د پاکستان د ښکاره یرغل په اړه اسناد ملګرو ملتونو ته وسپاري.

دغې سرچینې د ازادي راډیو په ګډون یو شمېرو رسنیو ته ویلي که څه هم پر افغان خاوره د پاکستان د یرغل په اړه د اسنادو برابرول وخت نیسي خو هرو مرو به دغه اسناد له نړیوالو سره شریک کړي.

د افغان حکومت یوې باوري سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط د ازادي راډیو او یو شمېر رسنیو ته ویلي چې په تورخم کې د رامنځته شوې نښتې له کبله یوه وېشت پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې وېشت نور یې ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې لومړی برید پاکستاني ځواکونو کړی او افغان ځواکونو یوازې له خپلې خاورې دفاع کړې خو افغان حکومت به د پاکستان د دغه ښکاره یرغل په اړه مستند کېدونکي اسناد له نړیوالو شریک کړي.

د ننګرهار د پوليسو د لومړي نمبر سرحدي زون درستیزوال محمد ایوب حسین خېل وايي جګړه تېره شپه د افغان سرحدي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د افغانستان په خاوره کې دروازه جوړه کړي خو افغان ځواکونو یې مخنیوي وکړ.

د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وايي پاکستان د شوې هوکړې خلاف په صفري نقطه کې د تاسیساتو د جوړلو هڅه کوله چې افغان ځواکونو یې ځواب ورکړ.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل که څه هم افغان حکومت له ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي خو د افغانستان له خاورې دفاع یې مسولیت دی.

د افغانستان له خاورې دفاع یې مسولیت دی
د افغانستان له خاورې دفاع یې مسولیت دی

هغه زیاته کړه:

"متاسفانه تېره ورځ پاکستان غوښتل چې په صفري نقطه کې تاسیسات جوړ کړي خو افغان ځواکونو د هېواد سلامت او ګټو څخه ښه دفاع وکړه په مېړانې یې دفاع وکړه د شهېد روح ته دوعا کو او ټپیانو ته د شفا غوښتونکو یو."

اخوا د افغانستان ولسي جرګې بیا انتقاد کوي چې حکومت د تورخم د پېښې په اړه بې غوري کوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې پرحکومت غږ وکړ چې پر افغان خاوره د پاکستان د ښکاره یرغل په مقابل کې باید له ځنډ پرته خپل دریځ روښانه کړي.

حکومت د تورخم د پېښې په اړه بې غوري کوي
حکومت د تورخم د پېښې په اړه بې غوري کوي

نوموړي زیاته کړه:

"د پاکستان د تجاوز په باره کې چې زموږ په سرحدونو کې یو په بل پسې دروازې جوړې کړې متاسفانه چې حکومت مو په دې مورد کې سکوت اختیار کړی موږ حکومت مخاطب کو چې په دې رابطه خپل دریځ اعلان کړي او ملي شورا به یې ترڅنګ وي."

د رسمي شمېرو له مخې په تورخم کې د رامنځته شوې جګړې له کبله تر دې دمه یو افغان سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي او همدا راز د پاکستاني ځواکونو ۲۱ سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور یې ټپان شوي.

د افغان امنیتي چارواکو د معلوماتو پراساس د تورخم په جګړه کې دهاوان او توپ په ګډون د ځنیو نورو درندو وسلو څخه هم استفاده شوې او کابو شپږه سوه افغان امنیتي ځواکونو په دغه جګړه کې برخه اخیستې وه.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG