د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بیا نښته پیل شوې


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بيا نښته پيل شوې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ويلي چې د دوشنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې پاکستاني ملېشو یو وار بيا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړل چې هم مهاله نښته رامنځته شوه.

خوګياڼي وايي نښته اوس هم روانه ده خو په خبره يې ډېره شدیده نه ده او خال خال ډزې روانې دي.

د سرحدي پولیسو مسولین وايي پاکستاني ځواکونو له وړاندې نه جګړې ته اراده درلوده ځکه دوه ورځې وړاندې يې د ډیورنډ کرښې صفري نقطې ته درنې او سپکې وسلې انتقال کړې وې.

لومړی نښته تېره شپه په یاده سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ رامنځته شوه چې د چارواکو په وینا اووه ساعته یې دوام وکړ.

افغان چارواکي وايي چې د تېرې شپې په جګړه ۲۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي او افغان لورې ته یو سرحدي پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي.

د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل چې نوم یې څرګند شي نن ازادي راډیو ته وویل چې په تورخم کې د پاکستان د یرغل په اړه کره اسناد به ملګرو ملتونو ته وسپاري.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG