د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

شریف: افغانستان کې دې د پاکستاني طالبانو پر ضد عملیات وشي


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف له جګپوړي امريکايي پلاوي غوښتي چې په افغانستان کې دې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وسله والو مرکزونه په نښه کړي.

ښاغلي شريف دا غوښتنه د جمعې په ورځ له هغه امريکايي پلاوي کړې چې په تېره مياشت کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته راغلى دى.

په دغه پلاوي کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى رچرډ اولسن، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموريت قوماندان جنرال نیکولسن او د امريکا د ولسمشر ځانګړى سلاکار پيټر ليواى شامل دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې له خوا په خپر شوې خبرپاڼه کې راغلي:

"دغه پلاوي په راولپېنډۍ کې د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي او د سيمې په امنيتي وضعيت، د پاک_افغان پولې په تنظيم او د تيرې مياشتې په ٢١ مه نېټه په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو تر بريد وروسته د افغانستان په سولې او ثبات يې ورسره خبري کړي دي."

خبرپاڼه کاږي چې د جنرال راحيل شريف امريکايي پلاوي ته په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو په دغه بريد ژوره خواشيني ښودلې، دا يې د خپل هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا تېرى او دوه اړخيز احترام او اعتماد او همداشان د ضرب عضب پوځي عملياتو برياوو ته زيان رسوونکى بللى دى.

نوموړي د ترهګرو پر ضد د روان ضرب عضب پوځي يادونې په ترڅ کې ويلي:

"دغه عمليات له توپير پرته د ټولو ترهګرو پر ضد پيل شوي وو چې د ترهګرو مرکزونه پکې له منځه وړل شوي دي او په خبره يې، د سيمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره بايد ټولې هڅې شريکې او مربوطې وي."

د پوځ د مطبوعاتي څانګې د خبر پاڼې له مخې، ښاغلي راحيل شريف له امريکايي پلاوي غوښتي چې په افغانستان کې دې د پاکستاني طالبانو مرکزونه په نښه کړي او همداشان يې په افغانستان کې د عدم استحکام مسووليت د پاکستان پر غاړه اچول "بدقسمتي" بللې ده.

ښاغلي راحيل شريف له امريکايي پلاوي سره په خبرو کې ويلي:

"پاکستان ژمن دى چې به د څلور اړخيزې کومېټې په چوکاټ کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار کوي."

ښاغلي راحيل شريف ټينګار کړى چې سيمه بايد د پاکستان او افغانستان ترمنځ د غېر محفوظه پولې، د پولې په دواړو غاړو کې د بين القبايلي اړيکيو او په پاکستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د ٣٠ لکه افغان کډوالو د اوسېدنې په ترڅ کې دغه هېواد ته ورپېښ چيلنجونه په پام کې ونيسي.

تر دې مخکې دغه امريکايي پلاوي د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له سلاکار سرتاج عزيز او ځينو نورو چارواکيو سره هم کتلي.

د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار امريکا ته په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بريد په سر شديد احتجاج کړى او زياته کړيې يې ده چې په راتلونکې کې دغه ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې خرابولی شي.

نوموړى همداراز امريکايي پلاوي ته ويلي چې "د بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو د بريد له امله په افغانستان کې د سولې بهیر اغېزمن شوی دی."

د خبر پاڼې له مخې، پاکستانيو چارواکو د امريکا د هغې پوښتنې په ځواب کې چې وايي په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځايونه شته ويلي:

"پاکستان د "ضرب عضب" په نامه په عملياتو کې د هر ډول ترهګرو پر ضد عمليات کړي، افغان حکومت دې هم پر خپلې خوا دې د هغو پاکستاني طالبانو پرضد اقدام وکړي چې هغه غاړه مېشت دي او له هغه ځايه بريدونه تنظيموي."

خبر پاڼه زياتوي چې دا اقدامات به د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپلمنځي اړيکي پراخې او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي له منځه يوسي.

د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې، پاکستانيو چارواکيو په دې ليدنه کې امریکايي پلاوي ته ویلي چې پاکستان د خپلو پولو د خوندي ساتلو لپاره جدي ګامونه اخلي او هیواد يې هیله من دی چې دلته مېشت افغان کډوال به ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

دغه جګپوړى امريکايي پلاوى په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې په بلوچستان کې د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور تر وژنې وروسته د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي سړې شوې وې.

د يادونې وړ ده چې پاکستان دا برید پر خپلې خپلواکۍ برید بللی او د احتجاج په توګه يې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډېويډ هېل د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی و.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG