د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د خوست ځینې ځوانان د روژې ګرمۍ د اوبو په حوضونو کې تېروي


په دې وروستیو کې د خوست ګرمۍ او د تفریح سره د ځوانانو لېوالتیا یو شمېر خلک هڅولي چې په ښار او ښار ته په نږدې ولسوالیو کې په پاخه او اساسي ډول د لامبو وهلو لپاره د اوبو حوضونه جوړ کړي.

که څه هم د دې حوضونو له جوړولو لږ وخت تېر شوی، خو لامبو وهلو سره د ځوانانو مینه او علاقه دومره ده چې په هر حوض کې د خوست د مرکز او ولسوالیو څخه ورتلونکي ځوانان نه ځایږي.

خلک که څه هم له پخوا نه په ګرمه هوا کې خپلو نږدې چینو، کاریزونو، د باراني اوبو ډنډونو او د اوبو روانو ویالو ته ورتلل، خو په اوس وخت کې د نورې نړۍ په شان په خوست کې د پخو او اساسي حوضونو کلتور په رواجیدو دی او په دې اولینیو حالاتو کې هم هڅه شوې چې ډنډونه پاک وي او د نابلدو کسانو لپاره هم د لامبو وهلو اسانتیاوې ولري.

د خوست د سولې پارک د لامبو وهلو حوض
د خوست د سولې پارک د لامبو وهلو حوض

د خوست د سولې پارک د لامبو وهلو په حوض کې یو تن ځوان ازادي راډیو ته د نوېو جوړو شوېو حوضونو د څرنګوالي او د مالکینو له خوا د حوضونو د پاک ساتلو د تدابیرو په اړه داسې وايي:

"عبدالواسع تسل یم، د لکڼو اوسیدونکی یم، په خوست کې څو نور ډنډونه هم شته، یو په دوسرکه کې دی، بل په متون کې دی، بل په ګربزو کې دی، بل دا نوی ډنډ جوړ شوی ده، ما چې ډنډونه لیدلي د دو سرکه ډنډ ډېرې لوکسې اوبه لري، که چا به په کې پنځه ګونی واچوه، د حوض په تل کې مالومیده او را اخېسته به يې."

د حکومت یوه اساسي دنده دا ده چې د ښاریانو لپاره تفریح ځایونه او داسې پارکونه جوړ کړي چې د ښاریانو د ستړیا لپاره دمه ځای وي.

د خوست پخوانی ښاروال کرامت خان خپلواک وايي چې د متون تپه چې د ښار شمال لویدیځ لوري کې پرته ده، په سټراټيژیک پلان کې د تفریحګاوو لپاره ښه ځایونه لري چې که اباد شي، ان ممکنه ده، په دې ځای کې د قرغې د بند په ډول ځای جوړ شي او د سیالانیانو لپاره چکري کښتی په کې وي.

د ده په وینا دا سیمه د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال شنه شوې وه چې په تېرو جګړو کې يې شنه ساحه له منځه تللې، خو که اباده شي، حکومت به له دې درکه په میلیونونو افغانۍ عواید ولري.

د خوست دوه تنه اوسیدونکي چې هغوی هم د لسګونو نورو ځوانانو په شان د ښار د لامبو وهلو حوض ته ورغلي وايي چې د ګرمۍ په سختۍ کې دا حوضونه هر کس ته جسمي ځواکمنتیا وربخښي او په کې انسان د ډېرې تندې او ګرمۍ احساس نه کوي:

"زه رسول د شمل پیرانو اوسیدونکی یم، دا ډېر ښه د ساعتیری ځای دی، غرمه مهال په کې لامبو وهل ډېر خوند لري، د ډېرو لیرې ځایونو نه دلته خلک راځي لامبو وهي، ډېر ښه ساعت په کې تېریږي.

- نوم مې شمس الله ریان دی د تڼیو اوسیدونکی، دا ښار ته نږدې ډنډ دی، موږ ورته ډېر خوشاله یو ځکه چې لیرې ډنډونو ته موږ نشو تللی، دا یو بازار کې دی او بل دې ته خلک راځي چې په کې ولمبیږي، هغه د تندې حالت په کې ختم کړي او ساعت يې تېر شي."

په خوست ښار کې د سولې پارک د لامبو وهلو د حوض ټکټ پلورنکی وايي چې که په یو ځل مراجعینو ته ټکټونه ورکړي، نو ممکن په حوض کې خلک ځای نشي او پدې سره د حوض نظافت هم خرابیږي.

دی وايي په دېرش افغانۍ ټکټ پلوري او هر کس په یو ټکټ تر دوو ساعتونو په حوض کې لامبو وهنه کولای شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG