د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

مودي په کانګرس کې: له افغانستان سره به د هند مرستې تل وي


د هند صدراعظم په هرات کې د سلما بند له پرانېستو وروسته امریکا ته ولاړ او تېره ورځ یې کانګرس ته په وینا کې له افغانستان سره د هند همکارېو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نوی ډیلي دغه راز همکاریو ته بیا هم ژمن دی.

نریندرا مودي ټینګار وکړ چې ترورېزم د افغانستان لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

ښاغلي مودي زیاته کړه:

"افغانان په طبیعي ډول د امریکا تیرې قربانۍ په خپل هېواد کې د یوې ښې راتلونکې لپاره، درک کوي. خو په راتلونکي کې به هم د امنیت او ثبات لپاره ستاسو د هڅو ډېره ستاینه وشي. هند هم د افغانستان له خلکو سره د خپلې دوستۍ د ملاتړ لپاره ډیرې همکارۍ کړې او قربانۍ ورکړې دي."

د کانګرس غړېو د هند د صدراعظم د وینا تود هرکلی وکړ. مودي له امریکا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ترورېزم د ځپلو لپاره په ګډه کار وکړي.

مودي وايي، ترهګري هیڅکله پوله نه پیژني.
مودي وايي، ترهګري هیڅکله پوله نه پیژني.

ده وویل، ترهګري هیڅکله پوله نه پیژني او هدف یې د نړۍ په هرځای کې د خلکو وژل او له منځه وړل دي:

"ترورېزم تر ټولو ستر ګواښ دی. د هند له لویدیځه د افریقا تر پولو، ترورېزم ښایي په بېلابېلو نومونو موجود وي، له لشکر طیبه نیولې، تر طالبانو او داعش پورې، خو د دوی فلسفه یوه ده، هغه کرکه، وژنه او خشونت دی."

مودي سربېره پر دې چې لشکر طیبه ډله چې په پاکستان کې میشته ده یاده کړه خو په خپله پاکستان یې په وینا کې یاد نه کړ. خو ده وویل چې

له ترورېزم سره باید مبارزه په بېلابېلو پړاونو او درجو کې ترسره شي.

د ده په وینا یوازې پوځي، استخباراتي او سیاسي فشار د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کافي نه دی.

مودي وویل، امریکا او هند دواړو له ترورېزم سره په مبارزه کې ډیرې قربانۍ ورکړې دي، نو دې ته اړتیا شته چې د امنیت په برخه کې د دواړو هېوادو همکارۍ زیاتې شي.

د هند صدراعظم یوه ورځ مخکې تر دې وینا په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره کتلي و.

د هند صدراعظم یوه ورځ مخکې تر دې وینا په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره کتلي و.
د هند صدراعظم یوه ورځ مخکې تر دې وینا په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره کتلي و.

هند غواړي چې امریکا شپږ اټمي ریکترونه ورته جوړ کړي.

د هند او امریکا ولسمشرانو د دې ریکترونو د جوړېدو د لومړنیو هڅو ستاینه وکړه.

د هند صدراعظم کانګرس ته په وینا کې د واشنګټن او نوي ډیلي تر منځ په اټمي برخه کې همکارېو ته اشاره وکړه او د ټکنالوژي په برخه کې یې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

مودي وویل، د هند او امریکا پیاوړی شراکت له اسیا تر افریقا او د هند له سمندره تر ارام سمندر پورې سولې، سوکالۍ او ثبات ته لاره هواروي.

XS
SM
MD
LG