د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

مینه پال: په افغانستان کې د ناټو او د امریکا همکارۍ ته اړتیا شته


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، تر هغو چې په افغانستان کې د بهرنیو تروریستي ډلو ګواښ محسوس وي، د مبارزې لپاره یې د ناټو او امریکایي ځواکونه حضور ته اړتیا شته.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د هر ډول کورنیو ګواښونو د دفع کولو وړتیا لري، خو په خبره یې بهرنۍ ترهګرې ډلې باید د بهرنیو له خوا وځپل شي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري او دا وړتیا یې وښودله چې د افغانستان د خلکو او خاورې ساتنه کولای شي، ولې د نړیوالو تروریستانو ګواښونو ته په کتو سره اړتیا لیدل کیږي چې ناټو او په ځانګړي توګه د امریکا همکاري اوږدمهاله وي."

دا مهال د امریکا ۹۸۰۰ ځواکونه په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت مخته بیایي او کله نا کله پر بېلابېلو وسله والو مخالفینو هوایي حملې هم کوي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پلان دا دی چې د دغو ۹۸۰۰ عسکرو نیمایي برخه د روان ۲۰۱۶ کال په پای کې له افغانستانه وباسي، خو یو شمېر متقاعدو جنرالانو او ډیپلوماټانو د امریکایي ځواکونو د وتلو له پریکړې سره مخالفت ښودلی.

د اوباما پلان دا دی چې د دغو ۹۸۰۰ عسکرو نیمایي برخه له افغانستانه وباسي.
د اوباما پلان دا دی چې د دغو ۹۸۰۰ عسکرو نیمایي برخه له افغانستانه وباسي.

د امریکا ۱۳ متقاعدو جنرالانو او ډیپلوماټانو چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان په ماموریت کې ښکېل پاتې شوي دي، له ولسمشر باراک اوباما غوښتي چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري کم نه کړي.

دغو پخوانیو لوړ رتبه امریکايي مقاماتو دا غوښتنه په یوه پرانیستې لیک کې کړې چې نیشنل انټرسټ مجلې د جمعې په ورځ خپور کړی دی.

دې متقاعدو چارواکو ویلي، په افغانستان کې د اوسنیو نهه زره او اته سوه سرتېرو موجودیت به د افغان سرتېرو او افغانانو د روحيې په لوړولو، د طالبانو د مورال په کمزوره کولو، د کډوالۍ د څپې په مخنیوي او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ټاکلو کې هیله بخښونکې رول ولوبوي.

یو شمېر افغان امنیتي کارپوهان بیا وایي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونه پاته کېدل د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مهم دي، خو حکومت باید هغو مخالفتونو ته هم پام وکړي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه موجود دي.

کارپوهان: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونه پاته کېدل د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مهم دي.
کارپوهان: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونه پاته کېدل د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مهم دي.

د سولې او شخړې د انسټیټیوټ څیړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډیو ته وویل، ان په کابل کې یو شمېر کړۍ د بهرنیو ځواکونو د حضور مخالفت کوي چې ولسمشر باید دې حساسیت ته پام وکړي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"د امریکا حضور تر یوه وخته پورې ډېر لازمي دی، ځکه افغان امنیتي ځواکونو تراوسه پورې دا توانایي نه لري چې ټول ګواښونه دفع کړي، خو دویم فکتور هم باید وکتل شي، ان په کابل کې داسې مشران اوس ناست دي چې دا کمپاین یې پیل کړی چې د بهرنیو حضور د افغانستان په ګټه او که په تاوان دی، که ولسمشر غني او دولت کوښښ کوي چې امریکایي ځواکونه پاته شي او دلته بیا داسې مخالفتونه وي، دا بیا ستونزې را ولاړولی شي."

ښاغلی اعظمي وایي، د بهرنیو ځواکونو په پاته کېدو ممکن جګړې نور هم زور واخلي او طالبان به هم د اوس په څیر د سولې له خبرو لېرې پاته کېدل غوره کړي.

خو له دې ټولو هیلو او اندیښنو سره – سره معلومه نه ده چې د امریکا ولسمشر به په افغانستان کې موجوده ځواکونه پریږدي او که له پریکړې سره سم به یې د ۲۰۱۷ کال په پای کې ټول وباسي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG