د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ابراهیمي: د ولسمشر د تقنیني فرمان په اړه باید اجرائات وشي


د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي

د ولسي جرګې اداري پلاوي د جرګې اړوندو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې د انتخاباتي اصلاحاتو په هکله دې د جمهور رئیس تقنیني فرمان د بحث لپاره د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د جمهور رئيس دوهم تقینیني فرمان شاخوا میاشت مخکې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره سپارل شوی دی.

د ولسي جرګې اداري پلاوي د جرګې پنځه لس ګونو کمېسونونو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په اړه د جمهور رئیس د تفنیني فرمان څېړنه بشپړه او عمومي غونډې ته دې وړاندې کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهیمي دا خبره د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وکړه.

ښاغلي ابراهیمي وویل، د انتخاباتي نظام اصلاحات په همدغه فرمان پورې تړلې او په دې برخه کې باید نور ځنډ، ونه شي.

د انتخاباتي نظام اصلاحات په همدغه فرمان پورې تړلې
د انتخاباتي نظام اصلاحات په همدغه فرمان پورې تړلې

هغه زیاته کړه:

"د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د جمهور رئیس تقنیني فرمان چې ولسي جرګې ته سپارل شوی، هیله ده چې ۱۵ ګونه کمېسیونونه يې په اړه اجرائات وکړي څو د دې فرمان برخه لیک معلوم او د جرګې په عمومي غونډه کې پرې بحث وشي."

د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د جمهور رئیس اشرف غنی دوهم تقنیني فرمان شاوخوا میاشت مخکې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته سپارل شوی خو ولسي جرګه تر اوسه نه ده توانېدلې د تصویب لپاره یې د جرګې عمومي غوڼدې ته وړاندې کړي.

پخوا تر دې دملي شورا دواړو جرګو د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په اړه د جمهور رئیس لومړی تفنیني فرمان رد کړی و.

د جمهور رئیس په دوهم تفنیني فرمان کې د ولسي جرګې او مدني ټولنې د پیشنهادونو په پام کې نیولو سره، د غوراوي په کمېټه کې یولړ بدلونه رامینځته شوي دي.

د ولسی جرګې غړو میربت خان منګل او عبدالرحمن رحمن په دې ورځ د جرګې په غونډه کې وویل، په دوهم تقنیني فرمان کې بیاهم داسې موارد شته چې بیا کتنې ته ضرورت لري.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څاربنسټونه وايي، د هېواد په روانو حالاتو کې د انتخاباتی نظام د اصلاحاتو په اړه د جمهور رئیس د تفنیني فرمان ځنډول د هېواد او حکومت په ګټه نه دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یوه مسؤل پاینده محمد حکمت ازادي راډیو ته وویل، ولسي جرګې ته پکار وه چې د فرمان د ور رسېدو سره سم باید په یوې اوونۍ کې د یاد فرمان برخه لیک معلوم کړی وای.

د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په اړه د تفنیني فرمان ځنډول د هېواد په ګټه نه دي
د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په اړه د تفنیني فرمان ځنډول د هېواد په ګټه نه دي

نوموړي زیاته کړه:

"د اولس او هېواد په ګټه دی، هرڅومره چې ژر کېداي شي باید دا فرمان تصویب شوی، نفاق او ځنډونه رامینځته کول، د هېواد په زیان تمامیږي، که په انتخاباتي نظام کې اصلاحات رامینځته شي، هېواد د اصلاحاتو خواته نږدي کېږي."

د افغانستان خلک، حکومت او نړیواله ټولنه هم د انتخاباتي نظام پر اصلاحاتو تاکید کوي، نړیوالي ټولنې دا هم ویلي چې که د دې هېواد په انتخاباتي نظام کې اصلاحات رامنځته نه شي له دې پروسې سره به مرستې ونه کړي.

د ملي شورا غړي تاکید کوي، د غوراوي کمېټه چې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو لومړي ګام دي باید له بې پرې خلکو جوړه او ژر تر ژره خپل کارونه پيل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG