د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

عراق کې مظاهره چیان حکومت په سخت چلند تورنوي


د عراق امنيتي ځواکونو پر هغو مظاهره چيانو چې پرون يې د پلازمېنې بغداد تر ټولو خوندي سيمې باندې يرغل وړى و، اوښکي بهوونکي ګاز وپاشل او مرمۍ وکارولې.

اعتراض کوونکي دولت د اداري فساد پرضد په مبارزه او اداري اصلاحاتو کې په پاتې راتلو تورنوي.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر هغو زرګونو اعتراض-کوونکو هم ګاز کارول شوي او پر لوري يې ډزې شوي چې له يرغل وړلو مخکې له خوندي ساحې يا ګرين زون نه بهر ولاړ وو.

دا پېښه د دې سبب شوه چې د عراق صدراعظم حيدر العبادي سم دلاسه په پلازمېنه بغداد کې ګرځ بنديز اعلان کړي.

ځينو مظاهره چيانو د صدراعظم دفتر ته د ننوتلو هڅه هم وکړه.

د پوليسو له خوا د مظاهره چيانو د خورولو له هڅې وروسته يوې قهرجنې مظاهره کوونکې رويټرز اژانس ته وويل امنيتي قواوو له مظاهره چيانو سره سخت چلند وکړ:

په پلازمېنه بغداد کې پر هغو زرګونو اعتراض-کوونکو هم ګاز کارول شوي
په پلازمېنه بغداد کې پر هغو زرګونو اعتراض-کوونکو هم ګاز کارول شوي

"مظاهره به نوره سوله ييزه نه وي، دوى زموږ زامن ووژل، پر موږ يې اوښکي بهوونکي ګاز وکارول، د داعش غوندې چلند يې راسره وکړ، تاسې امنيتي ځواکونه بيا د زرغونې ساحې داعشيان ياست."

په ساحه کې خبريالان وايي په لسګونو مظاهره چيان يې په ټپي حالت کې ليدلى او يو سړى پر سر په مرمۍ ويشتل شوى و.

په مظاهره چيانو کې د شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر پلويان هم شامل وو، دغه راز د نورو ډلو کسانو هم د اصلاحاتو په راوستلو او د اداري فساد پرضد په مبارزه کې د حکومت پر اجرااتو نارضايتي څرګنده کړه.

دوى حکومت د امن په ټينګښت کې په پاتې راتلو تورن کړ.

مقتدا الصدر پرون ناوخته د مظاهره چيانو په ملاتړ يوه اعلاميه خپره کړه او د امنيتي قواوو له خوا يې د اعتراض کوونکو په وړاندې د ځواک کارول غندلي دي.

په مظاهره چيانو کې د شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر پلويان هم شامل وو
په مظاهره چيانو کې د شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر پلويان هم شامل وو

مظاهره چيانو ته په وينا کې ښاغلي صدر وويل، زه ستاسو د انتخاب او سوله ييز خودجوش انقلاب درناوى کوم.

درې اوونۍ مخکې هم مظاهره چيانو پر زرغونې ساحې يا ګرين زون چې پارلمان او نورې زياتې دولتي دانۍ په کې دي، يرغل وړى و.

د عراق صدراعظم حيدرالعبادي په فبرورۍ مياشت کې د داسې يوه حکومت د تشکيل پلان اعلان کړ، چې خپلواک تکنوکراتان به په کې برخه لري او هغه سيسټم به ختموي، چې اداري فساد ته يې لار اواره کړې د

XS
SM
MD
LG