د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

مقتدا صدر بیرته د عراق سیاسي ډګر ته راځي


داسې ښکاري چې په عراق کې ځوان او بانفوذه شیعه مذهبي مشر چې څو کلونه له سیاست څخه لرې و بیا په دې ډګر کې راڅرګندېدل غواړي.

د اسوشیېټید پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ د مقتدا صدر د ملاتړو له خوا د عراق د پارلمان د ودانۍ اشغال د ځواک د څرګندولو یو اقدام و او په عراق کې یې سیاسي ترینګلتیا زیاته کړې ده.

په عراق کې ځوان بانفوذه شیعه ملا مقتدا صدر د دې هېواد په سیاست کې یو وار بیا راڅرګند شوی.

نوموړی په تېره یوه لسیزه کې کله د عراقي په سیاسي چارو کې ښکېل او کله هم ترې وتلی و.

د اسوشیېټید پریس خبري اژانس وايي، مقتدا صدر په ۲۰۰۳ میلادي کال کې له امریکايي ځواکونو سره د جګړې له کبله شهرت ته ورسېد.

د روان کال د اپریل د میاشتې په ۳۰مه نېټه د مقتدا صدر پلویان د سیاسي اصلاحاتو د غوښتنې لپاره د پایتخت بغداد "زرغونې سیمې" ته چې په کلکو امنیتي تدابیرو کې ساتل کېږي ننوتل، د دې هېواد د پارلمان ودانۍ یې ونیوله او دې پېښې په عراق کې د پیاوړو سیاسي ډلو ترمنځ موجود سخت خنډونه په ډاګه کړل.

په داسې حال کې شیعه ملا مقتدا صدر د بغداد په مرکزي سیمه کې خپل ځواک څرګند کړ، د نوموړي د ملاتړ مرکز چې ځواک ورکوي د بغداد په ختیځه څنډه کې د "صدر ښار" دی.

د صدر ښار چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د نوموړې د کورنۍ په ویاړ ونومول شو، ډېر استوګن یې شیعه مسلمانان دي.

د اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس وايي، د مقتدا صدر ځواک نه یوازې د نوموړي په سیاسي کړنلارو کې پټ دی بلکې دده په نسب پورې هم اړه لري.

مقتدا صدر د عراق په یوې مشهورې مذهبي کورنۍ کې زېږدلی دی او کاکا یې ایت الله محمد باقر الصدر په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د صدام حسین د رژیم له خوا اعدام شو.

د مقتدا صدر پلار محمد صادق الصدرپه ۱۹۹۹ میلادي کال کې له خپلو دوو زامنو سره د نجف په ښار کې ووژل شو.

له ۲۰۰۳ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کال پورې په مقتدا صدر پورې تړلو د مهدي لښکر په نوم ملېشو د صدر په ښار کې له امریکايي ځواکونو سره څو جګړې کړي دي.

د دوی تر ټولو مهمه جګړه په ۲۰۰۴ میلادي کال کې وه چې د نجف په ښار کې یې له امریکايي ځواکونو سره د یوې اوږدې مودې لپاره وغزوله.

په ۲۰۱۱ م کال کې چې امریکايان له عراق څخه ووتل مقتدا صدر له تخنیکي پلوه خپلې ملېشې ړنګې کړې.

کله چې په ۲۰۱۴ م کال کې د عراق دویم لوی ښار موصل د اسلامي دولت وسله والې ډلې ونیوه، مقتدا صدر "د سولې د لېواګانو" په نوم خپلې ملېشې بېرته راټولې کړې.

د بغداد د "زرغونې سیمې" اشغالولو کې چې له یوې ورځې زیات دوام یې ونه کړ د مقتدا صدر ملاتړو کانکریټي موانع ونړولې او ان د عراق د پارلمان پر ځینو غړیو یې بریدونه وکړل.

دا د ځواک د څرګندولو یو ناڅاپي اقدام و او په هماغې چټکتیا چې پیل شوی په همداسې چټکۍ پای ته ورسېد.

د اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس وايي، د عراق پر سیاسي مشرتابه د دې شیعه ملا فشار کولی شي د دې هېواد سیاسي ناندرې نورې هم زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG