د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

خبرونه

شيعه لاريون کوونکو د عراق په کابینه کې د بدلون لپاره د رايو غوښتنه کوله

زرګونو شيعه لاريون کوونکي د مذهبي مشر مقتدا الصدر په خبره د بغداد کوڅو ته راووتل او عراقي له پارلمانه يې په کابینه کې د بدلون راوستلو لپاره د رايو غوښتنه کوله.

لاريون کوونکي په بغداد کې د ګرین زون په نوم خوندي ساحې ته ورغلل چيرته چې د پارلمان ودانۍ او بهرني سفارتونه دي.

مقتدا الصدر پر صدراعظم حېدر العبادي له ډېره وخته فشار راوړي چې د اصلاحاتو لپاره خپل وړانديزونه عملي کړي.

دا په څو اوونيو کې په بغداد کې تر ټولو لوی لاریون وو. د پارلمان ریس سليم الجبوري نن د اداري فساد په اړه د خبرو لپاره غونډه راغوښتې.

دا څرګنده نه ده چې ايا پارلمان به نن غونډه وکړي او که نه. د پارلمان د وکيلانو تر منځ د اختلافاتو له کبله د حکومت کارونه اغېزمن شوي دي.

شاوخوا سل وکيلان له دوو اوونيو راهيسې د پارلمان د ودانۍ مخې ته ټول شوي او د پارلمان د ریس له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه.

دوی هڅه کوي د پارلمان د غونډې مخه ونيسي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو له ترکیې څخه افغانستان ته د افغان سوداګرو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپِرست نورالدین عزیزي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپِرست نورالدین عزیزي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په ترکیه کې له مېشتو افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون راپور ورکړی چې نورالدین عزیزي دا غوښتنه ترکیې ته د خپل سفر پر مهال په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د کتنې پر مهال مطرح کړې ده.

که څه هم په خبر کې ویل شوي چې په ترکیه کې مېشتو افغان سوداګرو ویلي چې افغانستان د ستنېدو پلان لري، خو نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.

څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو سوداګرو او

پانګوالو خپلې پانګې له افغانستانه وایستلې.

دوی وایي چې د افغانستان بانکي نظام لا هم محدودیتونه لري او دوی په خلاص مټ سوداګري نه شي کولی.

له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۴۳ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

له ایرانه افغانستان ته ستانه کړل شوي افغان کډوال
له ایرانه افغانستان ته ستانه کړل شوي افغان کډوال

له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ۱۴۳ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی چې پرون د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په زور افغانستان ته اخراج شوې دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، روسره له ایرانه هم د افغان کډوالو جبري اخراج روان دی.

د کابل لپاره د ایران نوي ګمارل شوي سفیر عليرضا بېګدلي نن شنبه کابل ته له رسېدو سره سم ویلي، هغه افغان کډوال چې په قانوني ډول ایران ته داخلېږي، د ایران لپاره د درناوي وړ دي.

طالبان: متحده عربي اماراتو افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې

د اماراتو یوه څنډه کې د دې هېواد بیرغ
د اماراتو یوه څنډه کې د دې هېواد بیرغ

د طالبان تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ورسره افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې ده.

دې وزارت نن پر خپلې ایکس پانېسا پخواني ټویټر ویلي، د همکارۍ دا ژمنه د متحده عربي اماراتو د دولت مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په دې هېواد کې د دوی له ورغلي نوي سفیر بدرالدین حقاني سره په یوې کتنه کې کړې ده.

وړاندې راغلي، متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د همېشنو او ژورو اړیکو ډاډ ورکړی دی.

متحده عربي اماراتو د تېرې چهارشنبې په ورځ په دې هېواد کې د طالبانو د نوي سفیر باورلیک منلی و.

په بدخشان کې د یخې هوا له کبله درې ماشومانو مړه شوي

په بدخشان کې له واورېدو وروسته د یوې سیمې انځور
په بدخشان کې له واورېدو وروسته د یوې سیمې انځور

بدخشان کې د سړې هوا له کبله درې ماشومان مړه شوي دي.

د افغانستان کورنیو رسنیو د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت اله محمدي په حواله راپور ورکړی چې دغه ماشومان چې عمرونه یې د ۹ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي د راغستان ولسوالۍ په نواباد ساحه کې تېر ماښام مړه شوي دي.

د محمدي په خبره، دا ماشومان کالر کلي ته روان وو، چې د درنې واورې د ورېدو له کبله په لار کې بند شوي او ساه يې ورکړې ده.

په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته دواړو خواوو بیا نښتې کړي

د کورمې د پېښې قربانیان
د کورمې د پېښې قربانیان

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تازه نښتې شوي دي.

د ازادي راډيو د مشال برخې د راپور پر بنسټ، دا نښتې پرون د کورمې په بګن او علیزو کې وروسته له هغې شوي چې د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر له ۲۱مې راهیسې ۱۲۳ کسان په نښتو کې وژل شوي وو.

په کورمه کې چارواکي وايي، لا هم په یو شمېر سیمو کې ډزې کېږي چې د درولو هڅې يې روانې دي.

د روانې میاشتې په ۲۱مه په مندوریو او ډډ کمر کې له شیعه مېشتې پاړه چیناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کې ۴۵ شیعه او څلور سنیان ووژل شول.

د دې برید په سبا په سني مېشتې بګن سیمه کې وسله والو د خلکو پر کورونو او دوکانونو بریدونه وکړل او اور يې ورته کړ چې په نښتو کې ۲۵ کسان ووژل شول.

که څه اوس د دواړو خواوو ترمنځ د حکومت په منځګړیتوب اوربند شوی، خو په سیمه کې چارواکي د خیبرپښتونخوا له حکومته غوښتي چې د کورمې د مسلې د هوارۍ لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

له دې وړاندې د وران کال په جولای میاشت کې د شیعه او سنیانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې په لسګونه کسان وژل شوي وو.

ایران او اروپايي قدرتونو په نږدې راتلونکي کې د ډیالوګ پر دوام موافقه وکړه

د ایران د یوې اټومي بټۍ انځور
د ایران د یوې اټومي بټۍ انځور

ایران او اروپايي قدرتونو په ژنیو کې له پرونۍ غونډې وروسته موافقه وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به ډیالوګ ته دوام ورکوي.

د ایران او د درېیو اروپايي هېوادونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني مرکچیانو پرون په ژنیو کې په خپله غونډه کې د ایران د مخ په پراخېدو اټومي پروګرام، له روسیې څخه د دې هېواد د پوځي ملاتړ او د منځني ختیځ د کړکېچ په ګډون د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي له غونډې وروسته پر ایکس شبکې ولیکل چې دوی په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو، په تېره د اټومي مسایلو او د بندیزونو د لیرې کېدو پر اړوندو موضوعاتو تمرکز وکړ.

غریب آبادي یادونه کړې چې ایران د ډیالوګ او تماسونو دوام ته ژمن دی.

په عین حال کې د بریتانیا او فرانسې د استخباراتو مشرانو له روسیې سره د ایران د اړیکو پر پر پیاوړتیا او د اټومي پروګرام پر چټکېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

اوکراین د روسیې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي

ارشیف
ارشیف

اوکراین وايي چې د روسیې په خاوره کې دننه یې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز په یوه بیان کې ویلي چې د اطلس په نوم د روسیې د تېلو زیرمه یې پرون سهار په رستوف سیمه کې ویشتلې ده.

د بیان له مخې، په دې تاسیساتو کې چې یوځل پخوا هم په نښه شوي وو، د پرونۍ حملې په نتیجه کې اور ولګېد.

په بیان کې همداراز یادونه شوې چې په یوه بل برید کې د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، د راډار یو مرکز په نښه شوی دی.

د اوکراین پوځ ویلي چې په دې مرکز کې ځای پرځای شوي د هوايي مدافعې ټول راکټونه ویجاړ شوي دي.

بدخشان کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ پنځه کسان تري تم شوي

د بدخشان سیند یوه څنډه
د بدخشان سیند یوه څنډه

په بدخشان کې پنځه کسان سیند ته د یوه موټر د غورځېدو له پېښې وروسته تري تم شوي دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون د لیندۍ ۹مه د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله راپور ورکړ چې دا موټر د بهارک-فیض آباد پر لاره کوکچې سیند ته وغورځېد.

د خبر له مخې، چارواکو موټر له سیند څخه راایستلی، خو سپرلۍ یې تراوسه لادرکه دي.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دا پنځه کسان په اوبو کې ډوب شوي، خو د باختر په خبر کې د چارواکو له قوله راغلي چې د ورکو کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.

په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.

د دې پېښو علتونه د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو له‌خوا د ترافیکي قوانینو نه مراعات بلل کېږي.

د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د قطر بیرغ
د قطر بیرغ

د افغانستان لپاره د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.

د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب پرون د لیندۍ په نهمه نېټه د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي اندریو مک کوبري سره په دوحه کې وکتل.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو د افغانستان د روانو سیاسي، امنیتي او بشري مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د دې خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی نو ځکه ډېری هېوادونه د ځانګړو استازو له لارې له افغانستان سره خپلې چارې تنظیموي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي.

د امریکا د سفارت د عامه اړیکو مشر ماریو کریفو له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د سفارت پر ایکس‌پاڼه خپور شو ویلي چې افغان ښځې او نجونې د نړۍ د نورو ښځو په څېر خوندیتوب، امنیت، فرصتونه او د خپل هېواد د راتلونکې په جوړولو کې ونډه غواړي.

کریفو وايي چې ده او د امریکا په سفارت کې د ده نورو همکارانو د افغان ښځو او نجونو د دې هیلو د ترسره کولو لپاره د یوه پروګرام پر جوړولو او عملي کولو کار پیل کړی دی.

نوموړي د دې پروګرام جزییات نه دي بیان کړي.

متحده‌ایالات د پرځېدلي جمهوري نظام په شل کلنه واکمنۍ کې د هغو پروژو لوی تمویلوونکی هېواد و چې د ښځو د پیاوړي کېدو لپاره یې کار کاوه، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بېا واکمنېدو وروسته دا ټول پروګرامونه وځنډېدل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG