د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

فرانسه: د فلسطین او اسرائیلو د سولې په اړه غونډه وځنډول شوه


فرانسې نن اعلان وکړ چې د فلسطینیانو او اسرا ئیلو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا را ژوندي کولو د مشرانو غونډه سږ اوړي ته وځنډول شوه.

د فرانسې جمهور رئیس نن اعلان وکړ چې د اسرا ئیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا را ژوندي کولو لپاره د روانې میاشتې په پای کې غونډه وځنډول شوه خو سږ اوړۍ به وشي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ زیاتوي په داسې حال کې چې د دو دولتونو د تاسیس کوم توافق چې د امریکا په منځګړیتوب رامنځ ته شوې اغیزمن نه دی او د امریکا ډېر پام اوس خپلو انتخاباتو ته دی، پاریس څو هېوادونو سره هلې ځلې وکړې چې په نوامبر میاشتې کې د امریکا تر انتخاباتو مخکې د سولې خبرو ته د اسرائیلو او فلسطیانو د ستنولو لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.

د فرانسې جمهور رئیس نن سې شنبې د یوروپ ۱ راډیو ته وویل چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرول وړاندیز کړی وو چې دغه غونډه به د روانې مې میاشتې په دیرشمه وشي خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دغې نېټه کې مصروف دی.

فرانسوا اولانډ وویل:

"جان کري د مې په دېرشمه نه شي راتلای. غونډه وځنډول شوه خو وبه شي. په اوړي کې به وشي."

هغه زیاته کړه:

"که نور څه ونه شي نو د فرانسې دغه وړاندیز ضروري دی. که د فرانسې پیاوړی وړاندیز نه وي نو استعمار، بریدونه، تروریستي بریدونه او څو شخړې او لانجې به دوام وکړي."

د فرانسې جمهور رئیس د ملګرو ملتونو د فرهنګي ادارې یونیسکو د تېرې میاشتې د یوې فیصلې په هکله هم خواشینې څرګنده کړه چې د بیت المقدس تر ټولو سپیڅلی ځای مسجد الاقصی سره يې د اسرائیلو رابطه ونه منله او اسرائیل په دې خپه شول.

د یونېسکو په دغه پریکړه لیک کې د اقصی مسجد او د براق دیوال له عربي اصطلاحاتو کار اخیستل شوی دی.

فرانسوا اولانډ وویل چې د پریکړه لیک متن د اردن د وړاندیز سره سم تعدیل شوی.

XS
SM
MD
LG