د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

اذربايجان او ارمنستان د اوربند په اړه خپلې ژمنې تمدید کړې


د اذربايجان او ارمنستان ولسمشرانو د ناګورنو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د اوربند په اړه خپله ژمنه نوې کړې او موافقه يې کړې چې شخړې ته به په سوله يېزه توګه د پای ټکی کښيږدي.

د روسيې په منځګړيتوب نوې د اوربند موافقه د اپرېل په پنځمه عملي شوه خو په جګړه کې ښکېلو لورو پر يو بل تور پورې کاوه چې له دغې موافقې سرغړونې کوي.

امریکا، فرانسې او روسيې په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې د ارمنستان ولسمشر سرژ سارکسيان او د اذربايجان ولسمشر الهام عليېف موافقه کړې چې په راتلونکي پړاو خبرو کې به برخه اخلي او د نهايي موافقې لپاره به بېرته خبرې پيلوي.

دا موافقه د امريکا، روسيې او فرانسې په منځګړيتوب په ويانا کې د دوشنبې په ورځ وشوه.

دا لومړی ځل و چې علیېف او سارکسيان د اوربند له ماتېدو راهيسې مخامخ خبرې وکړې.

دغه اوربند په اپرېل مياشت کې په ناګورنو قره باغ دننه او شاوخوا سیمو کې د ارمني پلوه جلاغوښتونکو او اذربايجان د پوځ ترمنځ له څلور ورځې سختې نښتې وروسته مات شو.

د باکو او يېوران تر منځ د ناګورنو قره باغ پر سر د شوروي اتحاد له وختو راهيسي لانجه ده.

د ناګورنو قره باغ اکثريت اوسېدنکي ارمنيان دي. دغه سیمې د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۴ کلونو تر منځ د جګړې پر مهال له اذربايجان څخه خپلواکي اعلان کړه.

په دغه جګړه کې شاوخوا ۳۰زره کسان ووژل شول او سلګونو زره نور بې ځايه شول.

د اپرېل په دوهمه نېټه، ناګورنو قره باغ د ۱۹۹۴میلادي کال د اوربند راهيسې تر ټولو زيات تشدد ولید.

د روسيې په منځګړيتوب نوې د اوربند موافقه د اپرېل په پنځمه عملي شوه خو په جګړه کې ښکېلو لورو پر يو بل تور پورې کاوه چې له دغې موافقې سرغړونې کوي.

په اپرېل مياشت کې له دواړو لورو شاوخوا ۷۵ پوځيان او ګڼ شمېر ملکيان ووژل شول.

نوي شخړې ته د پای ټکی ايښودلو په مقصد د روسيې، فرانسې او امريکا د منسک ګروپ په اتريش کې د دواړو لورو مشران راوغوښتل.

له غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ټولو لورېو موافقه وکړه چې د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان له خوا د دغه اوربند د موافقې د ارزونې هڅې به پياوړي کړي. دغه اداره د جګړې په لومړۍ کرښه کې يوازې شپږ څارونکي لري.

XS
SM
MD
LG