د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

افغانستان به تر ۵ کلونو د برېښنا د تولید له پلوه پر ځان بسیا شي


د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، تر پنځو کلونو پورې به د برېښنا له پلوه پرځان بسیا شي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال امان الله غالب په کابل کې د سارک یا د جنوبي اسیا د هېوادونو د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان په دوه ورځیني سیمینار کې وکړه.

د افغانستان د برېښنا وزارت چارواکي وايي، افغانستان به تر راتلونکو پنځه کلونو پورې وکړای شي چې د برېښنا د تولید له پلوه پرځان بسیا شي.

د افغانستان د برېښنا وزارت مرستیال امان الله غالب وايي، د دې مقصد د پوره کېدو لپاره یې ټولې فني او تخنیکي هڅې روانې کړي دي.

ښاغلي غالب د اخبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سارک یا د جنوبي اسیا د هېوادونو د همکارۍ سازمان، په دوه ورځیني سیمینار کې وکړه.

ده وویل، د دغه سیمینار هدف دا دی چې افغانستان د سارک سازمان د غړو هېوادونو له تحربو څخه ګټه واخلي:

"هدف دادی چې موږ هڅه کوو د سارک د سازمان غړي هېوادونه لکه هند، پاکستان او سریلانکا چې د برېښنا د تولید لپاره ښې پانګې اچونې کړي، له تجربو څخه یې ګټه واخلو، ځکه موږ هم غواړو د خود کفایی خواته لاړشو."

ده وویل، افغانستان د برېښنا د نوي کولو وړ، ډېرې منابع لري او وبه کړای شي چې په دې برخه کې خپلې ۹۰ فیصده ستونزې اوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ۴۶ فیصده خلک له برېښنا څخه ګټه اخلي چې ډېره برخه یې وارداتي برېښنا ده.

افغانستان اوسمهال له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه برېښنا واردوي.

د سارک د سازمان استازي وايي، برېښنا ته اړتیا، له یوې ورځې نه بلې ته زیاتېږي او افغانستان کولی شي چې د دې اړتیا د پوره کېدو په هڅو کې فعاله برخه واخلي.

د سارک د سازمان د پروګرام مشر اخترنواز وویل، دوی حاضر دي چې په دې برخه کې له افغانستان سره، خپلې تجربې شریکې کړي:

"د دغه ورکشاپ هدف دادی چې د تجارت او د ساختماني ثبات په اړه معلومات شریک کړو، موږ به د غړیو هېوادونو ترمینځ د تجدید وړ برېښنا او د جنوبي اسیا په هېوادونو کې د برېښنا د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړو."

ښاغلي نواز وویل، د سارک د هېوادونو په ۱.۷۵ میلیارډو نفوسو کې، سریلانکا توانیدلې چې د برېښنا د تولید له پلوه، اته نوي فیصده ځان بسیا کړي.

همدارنګه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت مرستیال وویل، د دغه دوه ورځیني سیمینار په پای کې به، د افغانستان او سارک د هېوادونو ترمینځ د همکارۍ یو تړون هم لاسلیک شي.

ده له خصوصي سکټور څخه هم هیله وکړه چې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګې واچوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG