د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

سرنوشت: دا شرم نور د زغم وړ نه دی


Afghanistan -- Kabul press, Kabul newspaper, Afghanistan newspaper, کابل ورځپاڼې, روزنامه های کابل, Eleven - April 2016
Afghanistan -- Kabul press, Kabul newspaper, Afghanistan newspaper, کابل ورځپاڼې, روزنامه های کابل, Eleven - April 2016

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره په لندن کې له فساد سره د مبارزې په اړه کانفرانس کې د ولسمشر محمد اشرف غني وینا او د کاسا زر پروژې د کار پيل ته ځانګړي کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې یوه تحلیلي مطلب ته دا سرلیک ورکړی چې اداري فساد په افغانستان کې په یوې نا علاجه ناروغۍ بدل شوی دی.

په مطلب کې راغلي چې اداري فساد ټولنیزې او اقتصادي ستونزې زیږوي او همدې پدیدې په افغانستان کې پراخه وده کړې ده.

د مطلب لیکوال سپارښتنه کړې چې ولسمشر باید د فساد د مخنیوي لپاره مافیایي ډلې له منځه یوسي او د دغه کار لپاره یوه پیاوړې ځانګړې ډله جوړه کړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د اداري فساد د موجودیت په اړه خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې دا شرم نور د زغم وړ نه دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د بریتانیا صدر اعظم د لندن له کانفرانس څخه مخکې افغانستان او نایجریا په اداري فساد کې تر ټولو زیات ښکېل هېوادونه وبلل خو د دواړو هېوادونو مشرانو بریتانیا هم په فساد کې ښکېله وبلله.

په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان فساد کورنۍ او بهرنۍ اړخ لري او د فساد ريښې په افغانستان کې د امریکا او بریتانیا په ګډون د نورو بهرنیو هېوادونو له حضور وروسته پياوړې شوې.

د سرمقالې لیکوال ویلي، ولسمشر ته په کار ده چې د فساد په وړاندې مبارزې لپاره ګټوره تګلاره جوړه کړي دا ځکه چې اوس هم خلک په ادارو کې رشوت ورکوي، دولتي څوکۍ او د کار او بار جوازونه پلورل کېږي او ګمارنو کې روابط په پام کې نیول کېږي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د کاسا زر پروژې د کار پيل ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې دغه پروژه د ملګرتیا او اقتصادي اړیکو ښه بېلګه ده.

په سرمقاله کې راغلي چې دغه پروژه د قرغزستان برېښنا د تاجکستان او افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته انتقالوي چې څه باندې پنځه نیم سوه کیلو متره یې له افغانستان څخه تېرېږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، دا پروژه افغانستان ته له اقتصادي پلوه ډېره ګټوره ده او په ورته وخت کې ډیرو کسانو ته د کار زمینه هم برابريږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان بیا د همدې پروژې په اړه د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، سره له دې چې د سیمې هېوادونه د تروریزم له ګواښ سره مخ دي، خو بیا هم د لویو پروژو د عملي کولو وړتیا لري.

په مطلب کې راغلي چې په دغې پروژې باندې ۱اعشاره ۱۷ میلیارده ډالره لګښت راځي چې ۵۲۶ میلیونه ډالره یې نړیوال بانک ورکوي.

XS
SM
MD
LG