د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

وزیري: شفق عملیات په هېواد کې په بریالیتوب سره په مخ روان دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د خلکو د ملاتړ ترڅنګ د د قیقو برنامو موجودیت د شفق په نوم د پوځي عملیاتو د بریا اصلي لاملونه دي.

د دغه وزارت ویاند وايي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په مختلفو برخو کې مخالفینوته ډیر تلفات اوښتي دي.

د افغانستان د د فاع وزارت وايي چې تر ګواښ لاندې سیمو په نښه کول، دامنیتي سکټور ترمنځ ښه همغږي او د امنیتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ په هېواد کې د شفق عملیاتو د کامیابه کېدو لاملونه دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیرې د شفق عملیاتو په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یي کړه چې د شفق عملیاتو په لړ کې به ۲۰ نور تصفیوي عملیات د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې تر سره شي.

ښاغلي وزیري د جمعي په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د شفق عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په مختلفو سیمو کې مخالفینو ته درانه تلفات ته اوښتي دي.

هغه زیاته کړه:

"افغان اولس د افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کړی، دغه ځواکونه د ولسي جرګې او مشرانو جرکې ملاتړ هم له ځانه سره لري، په دې خاطر د شفق عملیات په ښه ډول پر مخ روان دي، نن ورځ موږ د شفق عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ عملیاته په ۱۴ ولایتونو کې تر لاس لاندې لرو او درانه تلفات مو مخالفینو ته اړه ولې دي. "

ښاغلی وزیري وايي چې تېره شپه افغان امنیتې ځواکونو، د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپې په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې له یوه زندان څخه ۶۰ تنه بندیان هم خوشې کړل.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وايي چې په بدخشان، سرپل، فاریاب، کندز، غزني، ننګرهار، کونړ، نورستان، زابل، بادغیس اوځینو نورو ولایتونو کې، سلګونه وسله وال مخالفین په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي په دغو پوځي عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د مرګ ژوبلې د ارقامو په اړه یې څه نه ویل.

د شفق عملیات د حمل په دوهمه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوي دي.

تردې مخکې د افغانستان د دفاع وزارت ویلې وه چې د مخالفینو د پټنځایونو په نښه کول، د مخالفینو د کلیدي اشخاصو له منځه وړل او د تحرکاتو مخنیوې د شفق عملیاتو هدف او د ۱۳۹۵ کال لپاره د افغان امنیتي ځواکونو اساسي برنامه ده.

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان بیا د د فاع وزارت له لورې د شفق عملیاتو د بریا په اړه شک لري.

د پوځې چارو کارپوه زلمې وردګ که څه هم د هېواد په مختلفو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکنو لاسته راوړنې ستایي خو د عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو پر مدیریت نیوکه کوي.

هغه زیاتوي:

"هغه اصلاحات چې باید منځته راغلي وایي نه دي راغلي، تر هغه چې په افغانستان کې قانون پلې نه شي، د قانون ماتول شتون ولري، دغه ضد او نقیص ګمانونه فکر نه کوم چې عملي شي، ترهغه وخته چې کار اهل کارته ونه سپارل شي فکر نه کوم هغه ادعاوي چې دوی یې کوي سل په سله د قبول وړوي."

امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د شفق عملیاتو د موثریت خبرې کوي چې د یو شمېر ولایتونو اوسیدونکې، دامنیتي ستونزو د ډیریدو څخه شکایت کوي.

که څه هم افغان حکومت روان هجري لمریز کال له ګواښونو ډک بولي خو په ورته وخت کې وايي چې افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفینونو د مقابلې لپاره پوره چمتوالی لري.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG