د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

په کوټه کې یوې مور خپلې څلور لوڼې وژلي


په کوټه کې څلور ماشومې خويندې د خپل کور د اوبو په تالاب کې مړې موندل شوې دي چې ويل کېږي خپلې مور اوبو ته غورځولې او وروسته يې مور هم ځان اوبو ته اچولى، خو هغه په بېهوښه حالت کې را ايستل شوې او روغتون ته وړل شوې ده. د نجونو د وژنې اصلي علت تر اوسه څرګند نه دى.

د پنجشنبې په ماسپښين د کوټې ښار لوېديځ لور ته د «خروټ آباد» سيمې په خېزۍ نومي ځاى کې څلور ماشومې نجونې چې څلور واړه خويندې وې د خپل کور د اوبو له تالابه مړې را و ايستل شوې.

د کوڅې خلک يې چې د مور په چيغو کور ته ور رسېدل، نو هغې هم ځان اوبو ته غورځولى وو او سمدستي پينځه واړه د کوټې ملکي سرکاري روغتون ته راوړل شوې.

په روغتون کې د مړو شويو نجونو پلار محمدخان ازادي راډيو ته وويل چې دى په دوکان کې وو او له دې پېښې خبر نه دى چې څنګه شوې، خو وايي څنګلوريو يې ورته زنګ وواهه چې په کور کې يې پېښه شوې ده.

دېرش کلن محمدخان وايي، همدغه څلور لوڼه يې لرلې، مېرمن يې اعصابي او ذهني ناروغه وه او ګومان کوي چې هغې به خپلې لوڼې اوبو ته غورځولې او وژلې وي:

"زه دوکان ته تللى وم، زنګ راغى وايي لوڼو ته دې پېښه ور شوې ده چې راغلم مړې وې، مېرمنې مې لومړى لوڼه او بيا خپل ځان اوبو ته اچولى دى. سهار چې له کوره وتلم، هر څه سم وو، خوشالي وو، لوڼو ته مې ويل دا پيسې واخلئ، چې سکول [ښوونځي] ته ځئ ټاپيانې [خوږې] په واخلئ (د ژړا په حالت کې) زه څه خبر وم چې مړه کېږي به."

د وژل شوېو نجونو په کور کې د هغه تالاب له څنډې څخه- چې دوى ځنې را ايستل شوې- د ماتو بنګړيو ټوټې هم موندل شوې دي او ګومان کېږي چې دا به يې د مور بنګړي وي او اوبو ته د لوڼو د ور اچولو په وخت به يې بنګړي مات شوي وي.

په روغتون کې د وژل شوېو نجونو نيکه هم وايي چې نږور يې ذهني ناروغه وه او پېريانو به نيوله.

وايي په کور کې يې هيڅ داسې جنجال نه دى شوې، چې له امله دي يې نږور د ځانوژنې او د خپلو لوڼو د وژنې تابيا کړې وي:

"د نجونو د مور دماغي توازن سم نه وو، له موږ له کوره بازار ته راغلو، ټليفون راغى وايي راسه نجونه په تالاب کې لوېدلې دي، هسپتال [روغتون] ته يې راوړې دي، دلته چې راغلو نجونه مړې دي، مور يې بستر ده علاج يې روان دى، ګوره چې هغه هم مړه سي که ژوندۍ پاته سي. مور يې يو وار نجونه ور اچولې دي بيا يې ځان اوبو ته اچولى دى."

د دغو وژل شويو څلورواړه خويندو عمر له درو تر اتو کلونو پورې ښوول شوى چې په هغوى کې دوې مشرې يې ښوونځي ته هم تللې وې.

په روغتون کې د حادثاتو د شعبې مسوول سيدعطاوالله وايي، د نجونو پر بدنونو د وهلو ټکولو نخښې نه شته، خو دا به تر طبي معايناتو يا پوسټ مارټم وروسته څرګنده شي، چې مور يې هغوى ته زهر ورکړي دي که څنګه:

"پينځه تنه يې روغتون راوستي وو، څلور نجونه مړې دي يوه يې مور ده چې بېهوښه ده، د نجونو پر بدن د وهلو څه داغ نه شته، دا به تر پوسټ مارټم وروسته مالومېږي چې دوى تر اوبو مخکې په زهرو نه وي وژل شوې."

د يادونې وړ ده چې د دې پېښې اصل علت تر اوسه څرګند نه دى او نه دا تشخيص شوى چې د وژل شويو نجونو مور په ريښتيا هم ذهني ناروغه ده که څنګه، خو تر دې پخوا په پاکستان کې په وار- وار داسې پېښې شوې دي، چې د څو پرله پسې لوڼو مور د خسرګنۍ د پېغورونو او جنجالونو له امله- چې ګواکې زوى نه لري- ځان يا خپل اولادونه وژلي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG