د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

"حکومت د انتخاباتو لپاره سیاسي اراده نه لري"


د نوې کرښې په نوم د ځوانانو سازمان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د حکومت په ارادې شک لري.

د دې سازمان لسګونو غړو د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل سره له دې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه اعلان شوې خو حکومت د هغې د ترسره کېدو لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

افغان حکومت وايي چې د انتخاباتو تر سره کېدو لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي خو د اصلاحاتو د تطبیق په خاطر ممکن د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه بیا اعلان شي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د روان لمریز کال د میزان د میاشتې ۲۴ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړې، خو مدني فعالان او د ولسي جرګې ځينې غړي وایي، فکر نه کوي چې په دې نېټه دې انتخابات ترسره شي.

د نوې کرښې په نوم سازمان وايي، د ملي وحدت حکومت نږدې دوه کاله وروسته هم د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه ژمنو ته نه دی رسېدلی او د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره بې پلانه دی.

د دې سازمان غړيې منیژې د راتلونکې انتخاباتو د برخلیک په اړه د ځوانانو غونډې ته وویل داسې ښکاري چې حکومت اصلاً د انتخاباتو لپاره سیاسي اراده نه لري.

د ملي وحدت حکومت نږدې دوه کاله وروسته هم د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه ژمنو ته نه دی رسېدلی
د ملي وحدت حکومت نږدې دوه کاله وروسته هم د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه ژمنو ته نه دی رسېدلی

"د افغانستان په انتخاباتي نظام کې اصلاحات نه دي راغلي، او د نړیوالې ټولنې مرستې په اصلاحاتو پورې اړه لري نو دا ټول دا ښيئي چې موږ انتخابات نشو درلودلای، دوی نېټه اعلان کړي خو دا هغه څه دي چې اصلاً عملي کېدای نه شي."

له دې سره دا سازمان د غوروای په کمېټه کې د ژورنالستانو او ښځینه استازو د ورګډولو غوښتنه کوي او وايي چې حکومت باید د انتخاباتو په اړه د تقنیني فرمانونو برخلیک معلوم کړي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې جمهور رئیس د انتخاباتي اصلاحاتو د تطبیق لپاره د انتخاباتي کمېسیونونو د دندو، صلاحیتونو او تشکیلاتو فرمان څو ځله بیا صادر کړ خو لا یې هم برخلیک معلوم نه دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي چې په دې فرمان له یوې میاشتې ډېر وخت اوښتی او اوس قانون لغوه ګڼل کېږي.

له دې ټولو سره پوښتنه دا ده چې د انتخاباتي اصلاحاتو او راتلونکو انتخاباتو په اړه د بېلابېلو ټولنو له اندېښنو سره د حکومت ذهنیت څه دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د انتخاباتو اراده لري خو کارونو ته په کتو د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه ځنډیږي.

حکومت د انتخاباتو اراده لري خو کارونو ته په کتو د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه ځنډیږي.
حکومت د انتخاباتو اراده لري خو کارونو ته په کتو د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه ځنډیږي.

هغه زیاته کړه:

"هغې تاریخ ته چې اعلان شوی هڅې روانې دي تر څو انتخابات تر سره شي، د هغې لپاره د غوراوی کمېټې خپل کار پیل کړی او لومړني ټول ګامونه اخیستل شوي، وروسته له دې چې د انتخاباتي کمېسیونونو غړي اعلان شي د انتخاباتو نېټه بیا د دوی له خوا اعلانېږي."

حکومت تل ټینګار کړی چې راتلونکي انتخابات یوازې د اصلاحاتو له تطبیق وروسته کېږي او دا هغه شرط دی چې تر اوسه بیا ورته لازم ګامونه نه دي اخیستل شوي.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا ویلي چې حکومت ورته هغه بودجه نه ده سپارلي چې دوی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو تر سره کېدو لپاره وړاندیز کړي ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG