د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

کلېفلنډ:په کشف او استخباراتو کې به افغان ځواکونه لا ډېر وروزو


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قاطع ماموریت وايي، د کشف او استخباراتو په برخه کې به افغان ځواکونو ته لا ډېره روزنه ورکړي.

دغه ژمنه د اړیکو په برخه کې د قاطع ماموریت مرستیال د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ځینو افغان امنیتي مسولینو سره په ګډه ناسته کې وکړه .

د قاطع ماموریت یو جنرال وايي چې افغان ځواکونه د استخباراتو او په ځانګړي توګه له بې پیلوټه الوتکو څخه د معلوماتو د راټولو په برخه کې لا هم ډېرې روزنې ته اړتیا لري.

د ارتباطاتو په برخه کې د قاطع ماموریت قوماندان چرلي کلېفلنډ د دوشنبې په ورځ له ځینو افغان امنیتي چارواکو سره په ګډه مطبوعاتي ناسته کې وویل چې دوی به د استخباراتو او کشف په برخو کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي.

ښاغلي کلېفلنډ زیاته کړه:

"افغان امنیتي ځواکونه ښه استخباراتي وړتیا لري خو زموږ لومړی اقدام به د استخباراتي معلوماتو د څارنې او پیژندنې په برخه کې د دوی د روزنې ورکړه وي په ځانګړي توګه د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې چې د عقاب سترګې په نوم ده."

د ناټو قاطع ماموریت یوازې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او له دغه ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې متمرکز دی
د ناټو قاطع ماموریت یوازې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او له دغه ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې متمرکز دی

په افغانستان کې د ناټو ماموریت له تغیر وروسته افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په میدانونو کې په یوازې ځان د وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې ورښکیل شول او دغه ځواکونه د استخباراتي او هوايي ځواک په برخه کې له ګڼو ستونزو مخامخ شول.

که څه هم په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت یوازې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او له دغه ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې متمرکز دی خو وروستیو ناامنیو د ناټو چارواکي اړ کړل بیا د هوايي بریدونو په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د ملي شورا یو شمېر غړي او عام خلک په هېواد کې د وسله والو مخالفینو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وايي چې د هېواد په کشفي او استخباراتي بنسټونو کې استخباراتي ضعف موجود دی.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري که څه هم تر یو بریده دغه ستونزې مني خو وايي، د دوه زره شپاړسم کال په پیلېدو تر ډېره دغه ستونزې حل شوي او دا مهال افغان ځواکونه له پوره وړتیاوو برخمن دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د کشف او استخباراتو په برخه کې افغان ځواکونه ښه پرمختګونه لرل د استخبارتي معلوماتو په نتیجه کې موږ د هلمند په نوزاد، نادعلي، نهر سراج او ګرشک کې د وسله والو بندخانې وموندې او زندانیان مو ترې ازاد کړل چې دا خپله زموږ استخباراتي پرمختګ ښي."

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې اوسمهال د هېواد په شپاړس ولایتونو کې د افغان ځواکونو دوه ویشت عملیاتونه دوام لري.

نوموړی وایي چې د افغان ځواکونه ډیرې لاسته راوړنې د استخباراتي سرچینو او معلوماتو پر اساس ترلاسه شوي دي.

په وروستیو کې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د وکیلانو په د پوښتنو په ځواب کې ځینو امنیتي چارواکو وویل چې د کابل د وروستۍ خونړۍ حملې په باب له دوي سره له وړاندې استخباراتي معلومات شریک شوي وو.

د ولسي جرګې زیات شمېر غړي انتقاد کوي چې د د قیق نظارت نه موجودیت او د استخباراتي معلوماتو سمه نه پیژندنه د وسله والو مخالفینو د بریدونو د مخنیوي په برخه کې لویې ستونزې دي.

افغان ځواکونه به د استخباراتو په برخه کې لاډېر وروزل شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

راپور: محمد حديث پردېس

XS
SM
MD
LG