د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

اباسین ته څه پېښ شول؟


د تښتونې پېښې له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پېښیږي، خو له تښتونکو سره د اباسین ځاځي برخلیک ډېرو خلکو ته ټکان ورکړی.

په ټولنیر رسنیو کې د دې ۱۴ کلن ماشوم داسې عکسونه او ویډیو ګانې خپرې شوې چې له تښتونکو سره د اباسین د یرغمل پر مهال اخیستل شوي.

په عکسونه کې ښکاري چې د نوموړي د چپ لاس په پرې شوې ګوته چې تښتونکو یې کورنۍ ته د خبرداري لپاره پرې کړې سپینه پټۍ راتاو شوې ده او په سترګو کې یې مایوسي او بې وسي له ورایه ښکاري، ویډیويي تصویرونه یې تر دې هم بوږنونکي دي.

د نوموړې مړې دوه ورځې مخکې د کابل ښار ته څېرمه د خاک جبار په ولسوالۍ کې وموندل شو.

د ځاځیو یو قومي مشر او د اباسین د کورنۍ نږدې خپلوان حاجي صمد ازادي راډیو ته وویل:

"د سلواغې د میاشتې په درېیمه نېټه د دولسو بجو په شا او خوا کې اباسین له کورس څخه کور ته روان و چې په یو موټر کې درې کسانو لومړی پر مخ سپری ور شېندلې او بیا یې پورته کړی دی، په هماغه لومړۍ ورځ مو ډېره هڅه وکړه، د کابل پولیسو هم زحمت وویست خو څه لاس ته رانغلل."

پولیسو څنګه د اباسین څرک ولګاوه؟

حاجي صمد ازادي راډیو ته وویل، څو ورځې وروسته د یو ګاونډي د کور په امنیتي کامره کې څرګنده شوه چې یو موټر په دې کوڅه کې ډېر تېر شوی راتېر شوی و.

پولیسو هغه موټر وموند او له هغې لارې یې د اباسین د تښتونو د موندلو په لور پر مختګ وکړ، پولیس وتوانېدل چې یو تن چې د اباسین دوی نږدې خپلوان و په کابل کې ونیسي او بیا د هماغه له لارې یې په خوست کې دوه تنه د تښتونکو څخه په نښه او ونیول.

دې نیول شویو کسانو ځینې نور هم یاد کړل چې د همدوی د اعترافونو په نتیجه کې ځینې نور کسان هم ونیول شول.

د اباسین تښتونکې د کورنۍ خپلوان او نږدې خلک

حاجي صمد ازادي راډیو ته وویل په کابل کې لومړني نیول شوی کس د اباسین دوی د تره زوی دی.

یو بل یې هم تر بور دی او نور هم هغه کسان دي چې د دوی همسایه یا هغه کسان چې دوی ورته په خپلو کورونو کې ځای ورکړی.

یو بل تن چې د اباسین له قضیې خبر و ازادي راډیو ته وویل: "تښتونکي د اباسین دوی کورنۍ ته دومره نږدې وو چې ان د نوموړي د ژغورنې لپاره له ټولو هڅو او اقداماتو مخکې له مخکې خبرېدل."

اباسین ولې ونه ژغورل شو؟

لویه پوښتنه دا ده چې په داسې حال کې د اباسین له تښتونکو څخه یو شمېر امنیتي ځواکونو نیولې وو او د دوی پرې خبر وو اباسین ولې ونه ژغورل شو؟

په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه په دا ډول پېښو کې له خلکو غواړي چې دوی دې خبر کړي، د اباسین په قضیې کې د دوی خبرولو ولې مرسته ونه کړه؟ او ولې د دې تنکي ځوان په ژغورولو کې پاتې راغلل؟

دا هغه پوښتنې دي چې باید لا هم امنیتي ادارېورته ځواب ووايي.

خو افغان څېړونکی خوشال خلیل وايي، داسې ښکاري چې امنیتي ادارو د اباسین په ژغورولو کې د قضیې سره هسې مسلکي چلند نه دی کړی چې عموماً باید د تښتونو په پېښو کې د یرغمل شوي کس د خوندیتوب لپاره وشي.

د اباسین د کورنۍ خپلوان حاجي صمد چې د نوموړې د ژغورلو په هڅو کې له پیل ښکیل وايي چې د کابل پولیسو او امنیې قوماندانۍ ورسره په دې قضیه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي دي.

حاجي صمد ازادي راډیو ته د اباسین د وژلو د علت په اړه وویل چې په لومړي سر کې خو تښتونکو کورنۍ ته د اباسین بوږنونکې ویډیوګانې را استولې او د پیسو غوښتنه یې کوله خو کله چې کورنۍ ورته پیسې پیدا کړې دوی نه غوښتل چې پیسې واخلي او ماشوم ورسره وغږوي.

حاجي صمد وویل:

"د اباسین د مرګ یوازینی سبب همدا وو چې که دوی پیسې اخیستي هم وي دوی اباسین واژه، ځکه هغه ۱۴ کلن هلک و او خپل ټول تښتونکي او ربړونکي یې پېژندل چې زیاتره یې د دوی خپلوان او یا هغه کسان وو چې د دوی په کورنو کې اوسېدل، نو تښتونکو د خپل جرم د پټولو لپاره اباسین قرباني کړ."

د اباسین د تښتونې او وژنې په تړاو څو کسان نیول شوي؟

د افغانستان امنیتي ځواکونه وايي، د اباسین د ژغورنې او د نوموړې د تښتونکو د نیولو لپاره پوره هڅې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دې ماشوم د تښتونې او وژنې په تړاو یې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې او د همدې ډلې د اعتراف په نتیجه کې یې د کوچني اباسین جسد یې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې موندلی.

ملي امنیت یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې یو نیول شوی تن امنیتي ځواکونه د هغه ځای په لورې رهنمايي کوي چېرې چې ویل کېږي د تښتول شوي او بیا وژل شوي اباسین مړی موندل شوی.

په ویډیو کې دا مشکوک کس امنیتي ځواکونو ته اعتراف کوي چې په تښتونه کې ښکېل و خو د ماشوم په وژلو کې لاس لرل نه مني.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې نیول شوي د اباسین د تښتونې او وژنې اصلي عاملان دي او موږ هیلمن یوو چې دوی به د خپل عمل سزا وویني.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د اباسین کورنۍ ته نږدې کس او د ځاځیو قومي مشر حاجي صمد وايي:

"د نیول شویو کسانو له اعترافونو څرګندېږي چې په دې قضیې کې له ښکېلو کسانو څخه یو شمېر یې لا هم نه دي نیول شوي، د قضیې یو اصلي عامل چې نیول شوي کسان یې یادونه کوي هغه داوود د فتح خان زوی دی چې لا هم نه دی نیول شوی، له ده سره به نور کسان هم وي، هغوی چې نیول شوي دا به د عدلي او قضايي ادارو له تحقیق نه وروسته څرګنده شي چې څوک متهم او څوک مجرم دی، خو په نیول شویو کې ډیر یې په دې قضیه کې مجرم دي."

تښتونه په افغانستان کې په یو کاروبار بدلېږي

مدني فعال او افغان ژورنالیست اکرام الله اکرام وايي، یوازې د اباسین قضیه نه ده چې عام خلک یې غوسه کړي بلکې انسان تښتونه په دې وروستیو کې په یو کاروبار بدله شوې ده او ګڼې وړې او لویې جنایتکارې ډلې په کې ښکېل دي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل لویه ستونزه دا ده چې په تښتونه کې ښکېل جنایتکار له ځینو دولتي کړیو سره لاس لري.

نوموړي په دې برخه کې د هغو اوازو یادونه وکړه چې ویل کېږي په ځینو تښتونو کې د لوړو پوړو چارواکو، د ملي او ولایتي شوراګانو د ځینو غړو او یا د ځینو نوموتو شخصیتونو له موټرو کار اخیستل کېږي.

افغان ژورنالیست او څېړونکي خوشال خلیل هم وايي چې دا ډول تښتونې تر ډېر سیاسي اړخ نه لري او په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې د حکومت تر واک لاندې دي.

نوموړي هم په دې برخه کې له تښتونکو سره د یو شمېر زورواکو اړیکو ته اشاره وکړه چې دده په وینا یا په دولت کې دي او یا هم له دولت بهر دي.

خو ویې ویل، تنظیم شوی جنایتکارې ډلې مخکې هم وي خو مخکې په افغانستان کې بهرنۍ مرستې ډېرې وې او دوی له نورو لارو پیسې تر لاسه کولې.

اوس چې دا مرستې کمې شوې، امنیتي کمپنۍ نه شته اوعمومي فقر زیات شوی، دې ډلو ته انسان تښتونه د پیسو تر لاسه کولو اسانه سرچینه ګرځېدلې.

د خلکو عکس العمل

خوشال خلیل ازادي راډیو ته وویل په ټولنیزو رسنیو او د افغانانو تر منځ په نورو ناستو ولاړو کې د اباسین پېښې پراخ او جدي عکس العمل راپارولی دی.

خلک له حکومت نه غواړي چې د خلکو د سرو مال د ساتنې په برخه کې دې خپل مسولیت پر ځای کړي. نوموړې وايي، امنیتي او قضايي ادارې باید نور دا څرګنده کړي چې د انسان تښتونکو په وړاندې په دې ادارو کې هیڅ ډول زغم وجود نه لري.

مدني فعال او ژورنالیست اکرام الله اکرام هم وايي، د اباسین قضیه د دې لړۍ لومړۍ پېښه نه ده، خو ټولنیزو رسنیو کې د نوموړې تصویرونو خلکو ته ټکان ورکړی او غواړي حکومت دې ستم او نادودې ته په جدي نظر وګوري او د یو منظم پلان له مخې دا ډول لسګونه هغه ماشومان وژغوري چې لا هم د تښتونکو منګولو کې دي او د نورو کسانو د تښتونې مخه ونیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ومنله چې دا یوه جدي ستونزه ده خو ټینګار یې وکړ چې د اباسین له قضيې وروسته امنیتي ادارې په یو لړ نورو اقداماتو غور کوي.

د صدیق صدیقي په وینا د کورنیو چارو وزیر یو کمیسون جوړ کړی څو د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د تښتونو پر ضد د مبارزې په نویو لارو چارو غور وکړي او له پولیسو یې غوښتي چې ددې پدیدې په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

ښاغلي صدیقي په دې برخه کې له امنیتي ادارو سره د عامو افغانانو مرسته هم ډیره مهمه وبلله.

مجرمینو ته د سزا غوښتنه

افغان څیړونکې خوشال خلیل وايي مخکې په داسې قضیو کې ښکېل یو شمېر کسان په واسطو او رابطو خوشې شوي.

خلک اوس غواړي چې د اباسین په قضیه کې باید داسې ناغیړي ونه شي بلکې له قضايي ادارو غوښتنه لري چې هغو مجرمانو ته دې سزا ورکړي چې ددې کوچني په تښتونه، ربړونه او بالاخره وژنه کې ښکېل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم ازادي راډیو ته وویل چې عدلي او قضايي ادارې باید هغو کسانو ته د سزا په ورکولو کې جدي و اوسي چې امنیتي ځواکونه یې د داسې جرمونو په تړاو نیسي او باید چې د قانون سره سمه سزا وویني.

د اباسین د کورنۍ په استازیتوب حاجي صمد ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له عدلي او قضايي ادارو نور څه نه غواړو ، یوازې دا ترې غواړو چې د اباسین په قضیه کې دې د افغانستان شرعي او مدني قوانین هماسې عملي کړي څه ډول چې حکم کوي."

حاجي صمد وايي که د تښتونو مخه ونه نیول شي نو ګڼې کورنۍ په ځانګړې توګه پانګوال او کاروباري خلک به اړ وي چې له افغانستان څخه هم پانګې او سرمایې وباسي او هم خپلې کورنۍ.

XS
SM
MD
LG