د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د سولې او جنګ په اړه د ولسمشر د پریکړې سره همغږي غږونه


افغان جهادي مشران
افغان جهادي مشران

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو په نوم عالي شورا د ملي یووالي د حکومت د پاکستان په وړاندې د وروستۍ پریکړې هر کلی وکړ.

د دې شورا غړي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانانو جهاد د بري ورځې نمانځلو لپاره په کابل کې راټول شوي وو ټینګار وکړ چې د نظام دننه د هغو کسانو مخه هم باید ډب شي چې د سولې خبرو له کامیابېدو ویره لري.

د شورا ځيني نور غړي وايي، د حکومت د دغه دریځ د بریا لپاره باید د حکومت دننه همغږي ډيره او ورته جدي اقدامات وشي.

د پاکستان او وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان حکومت وروستی دریځ ورځ تر بلې د خلکو او سیاسي ګوندونو ملاتړ خپلوي او د حکومت دا اقدام پر ځای ګڼل کیږي.

په دې لړ کې د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د امنیت د ټینګښت لپاره د حکومت نوي تګ لاره هلته ګټوره تمامیدای شي چې عملي کولو ته یې هم جدي اقدامات وشي.

د افغانستان ملي نجات د جبهې سکرتر ذبیح الله مجددي
د افغانستان ملي نجات د جبهې سکرتر ذبیح الله مجددي

د افغانستان ملي نجات د جبهې سکرتر ذبیح الله مجددي دې غونډې ته چې د اتم ثور یا د افغانانو د جهاد بریا ورځې په خاطر جوړه شوې وویل:

"د سولې او جنګ په اړه د دولت وروستی دریځ چې د دولت ښاغلی مشر د ملي شورا په ګډه غونډه کې بیان کړ؛ یو پرځای کار دی، له دولته هیله لرو چې د دې هڅو تر څنګ د سولې پروسه ملي کړي او د سولې ابتکار یوازې د سولې عالي شورا ته پریږدي."

د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا د هېواد د پیژندل شوو ځينو کسانو لکه د پخواني جمهور ریس مرستیال محمد کريم خليلي، د ملي نجات جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي، د سولې د عالي شورا او اسلامي محاذ ګوند مشر پيرسيد احمد ګيلاني، د اسلامي حرکت ګوند مشر سيد حسين انوري او نورو څخه جوړه شوې ده.

د حکومت د دریځ څخه د ملاتړ تر څنګ دا شورا له حکومته غواړي چې له خلکو سره په کړو ژمنو عمل او د هېواد په پوځي او اقتصادي ستراتیژیو بیا کتنه وکړي.

د سولې او جنګ په اړه د ولسمشر د پریکړې سره همغږي غږونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

له دې وړاندې د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني ویلي چې له پاکستان نه نور د سولې تمه نه لري او که دا هېواد په خپلو ژمنو عمل ونه کړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به یې په اړه شکایت وکړي.

د یادې شورا له خواو داسې وخت د جمهور ریس د دې خبرو هرکلی کیږي چې له دې وړاندې په ځينو ولایتونو کې هم خلکو د افغان حکومت نوی دریځ پر ځای اقدام بللی دی.

د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی قطب الدین هلال که څه هم د سولې په پروسه کې د پاکستان رول څه مهم ګڼي خو وايي چې افغانان باید خپله د حل لار ولټوي:

د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی قطب الدین هلال که څه هم د سولې په پروسه کې د پاکستان رول څه مهم ګڼي.
د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی قطب الدین هلال که څه هم د سولې په پروسه کې د پاکستان رول څه مهم ګڼي.

"زه فکر کوم چې اصل شی د افغانانو تر منځ تفاهم دی چې افغانان په خپلو کې خپله سره کښیني، خو له دې هم انکار نه شي کیدای چې ګاونډي هېوادونه هم خپل رول لري او هیله دا ده چې ګاونډیان په تېره بیا پاکستان خپل ضروري رول ادا کړي."

د جهادي ګوندونو شورا هم وایي چې حکومت باید د پاکستان په وړاندې خپل قاطعیت وساتي او نور یې په غوړو ژمنو ونه غولیږي.

د سولې په بهیر او د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت په دریځ کې بدلون د ملي شورا په ګډون ځینو نورو بنسټونو او کړېو هم ستایلي او دا یې د هېواد په ګټه بللی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG