د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د وسله والو مخالفینو په وړاندې د افغان حکومت نوی دریځ


د وسله والو مخالفینو په وړاندې د حکومت نوی دریځ هغه وخت نتیجه ورکولای شي چې د جنګ په مدیریت کې د دغه هېواد ټولې تشې ډکې شي.

د چارو ځیني کارپوهان او د ملي شورا یو شمېر غړي د دې مطلب له څرګندولو سره وايي چې د دې ترڅنګ د ترورېزم په وړاندې د نړیوالې ټولنې ریښتیني همکاري هم اړینه ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور ریس د وسله والو مخالفینو په وړاندې د سخت دریځ غوره کړی ځيني کارپوهان د حکومت د نوي دریځ له نتیجو خوشبینه نه ښکاري.

له دې ډلې محمد اسحاق اتمر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې خلک هغه وخت د ترورېزم په وړاندې د پیل شوي جنګ د بریالیتوب هیلې پیدا کولای شي چې د جنګ په رهبري کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

محمد اسحاق اتمر
محمد اسحاق اتمر

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"زموږ ډيره ستونزه د افغانستان د جنګ د مدیریت او رهبري ستونزه ده، جمهور ریس تر ډيره غوښتي چې په دې خاص وخت کې خپل تاریخي مسولیت له ځانه څه کم کړي او ترهغې چې زه وینم د دولت ځواب ډير کمزوری دی، تاسې وینئ چې افغان ځواکونه په ځینو ځایونو کې د کمبودی سره مخ وي او یا زموږ ځواکونه محاصره وي خو ورته په وخت ځواب نه ورکول کیږي."

ولسمشرغني د دوشنبې په ورځ د ملي شورا له غړو سره په یوې فوق العاده غونډه کې د هېواد په وړاندې جنګیدونکي کسان باغیان او محاربان یاد کړل او ویې ویل چې وسله وال طالبان به له دې وروسته د سولې کم فرصت ولري.

افغان ولسمشربیا په همدې ورځ د ځينو ولایتونو د ملي امنیت له منسوبینو سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې په تروریستانو باید رحم ونه شي او د هغو مالي سرچینې وچې کړي.

د ارګ ماڼۍ څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونه دې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو له لارې د وسله والو مخالفینو د راټولېدو ځایونه تخریب او دوی دې نابود کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځيني غړي ټينګار کوي چې دې هدف د رسېدو لپاره باید افغان ځواکونه لا تشویق او تجهیز شي.

د دغې جرګې د دفاعي کمېسیون غړي فتح الله قیصاري ازادي راډيو ته وویل.

"موږ لا د دفاع وزیر نه لرو او د امنیت ریس نشته چې دا کسان باید وټاکل شي او همدا اردو او سرتیرې لا وهڅول شي نو دا دریځ تر یوې اندازې اغیزمند کیدای شي، په همدې ډول د پولیسو او سرتیرو کمبودی باید پوره شي نو په دې توګه ځیني هیلې پیدا کیږي."

له دې سره اوس دا پوښتنه راولاړیږي چې ایا د افغان حکومت نوی دریځ به هېواد ته د سولې او امنیت د راوستلو په برخه کې اغیزمن تمام شي که نه حالات به بل ډول شي؟

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ۲۰۱۶کال کې د دوی محاربوي ظرفیت لوړ شوی او دې ته په کتو ویلای شي چې په مخالفینو په د فعالیت ساحه تنګه شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په ۲۰۱۵ میلادي کال کې زموږ هوايي ځواکونه، انجینري برخه، مخابرات، کشف، استخبارات او توپچي په دې اندازه پیاوړي نه وو څنګه چې اوس دي د تېرکال په ژمي کې د دفاع وزارت هغه برخې چې کمزوري وې پیاوړي شوي دي نو ځکه په ۲۰۱۶ کال کې موږ د ښو وړتیاوو څخه برخمن یو."

بل خوا بیا د چارو بل کارپوه محمد یوسف امین ځاځی وايي چې د افغان حکومت د جدیت ترڅنګ د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده.

هغه ټینګار کوي چې د دې هڅو تر څنګ باید حکومت د نظام په داخل کې هم د وسله والو مخالفینو ملاتړي وپیژني او د ژمنې سره یم یې مجازات کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG