د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

صدیقي: د طالبانو "عمري" عملیات له ماتې سره مخ دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو پسرلني عمري عملیات له ماتې سره مخ دي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ولایتونو کې د دې ډلې مشري تر ډيره له منځه تللي ده.

په داسې حال کې چې طالبانو د عمري عملیاتو په پیلیدو سره د هېواد په ځینو برخو کې حملې ډيرې کړي د کورنیو چارو وزارت بیا دا عملیات ناکامه ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د عملیاتو له پیلیدو سره په کندز، بغلان، تخار، بدخشان او غزني ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ډير مشران وژل شوي دي.

صدیقي وايي،د عملیاتو له پیلیدو سره په کندز، بغلان، تخار، بدخشان او غزني ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ډير مشران وژل شوي دي.
صدیقي وايي،د عملیاتو له پیلیدو سره په کندز، بغلان، تخار، بدخشان او غزني ولایتونو کې د وسله والو طالبانو ډير مشران وژل شوي دي.

ښاغلی صدیقي وايي چې په یادو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې سلګونه وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

"طالبانو او د عمري په نوم د ناروا جنګ سره بې له شکه په هرځای کې ماتې خوړلې ده د دوی مشري له منځه تللي ده په ټولو ولایتونو کې دوی ضربه لیدلي په تېره بیا په شمال کې دوی له ډيرو تلفاتو سره مخ شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو د نوي کال له پیلیدو راهیسې د وسله والو پر ضد د شفق په نوم عملیات پیل کړي دي.

امنیتي ادارو ویلي چې دا تعرضي عملیات دي چې ترډيره یې د وسله والو مخالفینو ځالې او د دوی کلیدي کسان له منځه وړي او د دوی د ډېریو تحرکاتو مخه یې نیولي ده.

د حکومتي دغو عملیاتو ترڅنګ وسله والو طالبانو هم څه باندې دوه اونۍ وړاندې دعمري په نوم د پسرلنيو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د نظامي چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې د طالبانو قوت ازمویلو ته په کتو افغان ځواکونو په یواځې ځان له ځانه ښې وړتیاوې ښودلي دي.

له دې ډلې ناظم ګل ځدراڼ په دې باور دی چې که افغان ځواکونه ښه تجهیز شي دا اراده او وړتیا لري چې د افغانانو دښمنان له پښو وغورځوي:

"افغان وسله وال ځواکونو په وروستیو څو کلونو کې په ډيرې میړانې سره د وسله والو حملې دفع کړي او په یواځې ځان یې ښه دفاع کړي ده د وسله والو ځواکونو څخه باید درناوی وشي او ورته نوي وسلې ورکړل شي."

له دې وړاندې روان میلادي کال د افغان ځواکونو لپاره له ستونزو ډک کال بلل شوی دی.

خو افغان چارواکو بیا ویلي چې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره له پخوا ډير چمتووالی لري او هڅه کیږي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو له جذب سره په لا جدیت وجنګیږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG