د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

طالبانو د خپلمنځي اخلافاتو له امله القاعده سره اړیکې ډېرې کړي


په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو نوی قوماندان وايي، د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو له کبله دغې ډلې له القاعده سره روابط زيات کړي چې په پايله کې يې د تروریزم ضد هلې ځلې له ستونزو سره مخامخ شوي.

له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې جنرال جان نيکولسن وويل چې له هغو بهرنيو ډلو سره چې امریکا په تور ليست کې شاملې کړي دي، طالبانو خپلو روابطو ته تغير ورکړی دی.

نوموړي وايي، د طالبانو او القاعده په شمول د يو شمېر تجزيه شويو ډلو تر منځ اړيکې ټينګې شوي دي.

ده رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې اندېښنه يې دا ده چې که له دغو ډلو سره د نېږدې روابطو په پايله کې طالبان بېرته پياوړي کېږي، دوی به دغو ډلو ته پناه ځايونه ورکړي.

جنرال جان نيکولسن دا هم ويلي چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر له القاعده شبکې څخه لېري پاتې شوی وو چې دا کار د دغې ډلې نوي مشر ملا اختر محمد منصور نه دی کړی ځکه هغه د ملا عمر غوندي د ډلې د مشرتابه مشروعیت نه لري.

د سياسي چارو کارپوه او د څېړونکی حکمت الله اعظمي وايي، د طالبانو او القاعده شبکې تر منځ له مخکې روابط وو خو په دې وروستیو کې د دوی روابط د ځينو دلايلو له کبله ټينګ شوي.

"د طالبانو او القاعده شبکې تر منځ روابط په دې وروستیو کې په دې ټينګ شوي چې دوی يو مشترک دښمن لري چې هغه د اسلامي دولت سخت دريځه ډله ده چې هم طالبانو ته تهديد ده او هم القاعده ته تهديد ده، بل دليل يې دا دی چې په دې وروستيو کې په جنوبي اسيا کې د القاعده حضور کمزوری شوی وو او دوی غوښل خپل موقف بېرته قوي کړي ځکه يې له طالبانو سره اړيکې زیاتې کړې."

رويټرز خبري اژانس د څېړونکو له خولې لیکي چې د القاعده او طالبانو يو ځای کېدل ښايي د امریکا پر هغه پلان اغېز وکړي چې غواړي راتلونکی کال له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د نظامي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخېل وايي، دغه ډلې که سره يو ځای شي که جلا وي، پر امنيتي وضعيت زیات اغېز نشي کولای.

دی وايي چې په افغانستان کې القاعده نه وو بلکې طالبانو پر ځان د القاعده نوم کېښود.

د ده په وينا دغه ډلې که لاس سره يو ځای کړي هم القاعده په افغانستان کې دومره نفوذ نه لري لکه طالبان.

د ښاغلي امرخېل په وينا د دغو ډلو سره يو ځای کېدل او بېلېدل پر جګړه اغېز نه لري، دی وايي اړتيا دې ته ده چې افغانان ځان ته متوجه شي او د دې پر ځای چې حکومت د القاعده فکر وکړي، بايد خپل قوتونه سره منظم کړي ځکه چې بله ورځ بله ډله راځي له طالبانو سره يو ځای کېږي.

عتیق الله امر خېل
عتیق الله امر خېل

هغه زیاته کړه:

"که چېرته امریکا ريښتيا غواړي په افغانستان کې دغه جګړه په نفع تمامه شي، که خپل ځواکونه اضافه هم کړي، زه فکر نه کوم چې دوی به نتيجه واخلي، ځکه دوی خو يونيم لک عسکر دلته درلودل، وجنګېدل، څوالس کاله يې جګړه وکړه، خو کومې نتيجې ته ونه رسېدل، خو که دوی په حقيقت کې د افغانستان پوځ په وسلو او مهماتو سمبال کړي او هوايي قوه ور سمبال کړي، زه فکر کوم دا تر دې ډېره په ګټه ده چې خپل نور ځواکونه راوليږي."

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال نيکولسن د خپلو هغو پلانونو په نيمايي کې دی چې له مخې به يې په افغانستان کې تر ۲۰۱۷میلادی کال پورې د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو شمېر ۵۵۰۰ پاتې شي او د ناټو ځواکونو له خوا د افغان امنیتي ځواکونو ډېری برخه روزنه به هم پای ته رسېږي.

يو شمېر امریکايي سياستوالو او افغان قومندانانو له واشنګټن څخه غوښتنه کړې ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو پلان ته بيا کتنه وکړي ځکه چې د دوی په وينا طالبان امنيتي وضعيت ته لوی تهديد دي.

خو ښاغلی حکمت الله اعظمي وايي چې د مخکې په پرتله د افغانانو له خوا په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د امریکایي ځواکونو پاته کېدو ته دومره لېوالتيا نه ښودل کېږي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، همدا خبره د امریکايانو په اړه هم حقيقت لري ځکه چې هغوی فکر کوي چې په هېواد کې جګړه يوازي د افغانستان تر سرحدونو محدوده او د نورو هېوادونو تر لمنو نه رسېږي، ځکه بايد د دوی پوځيان په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې نشي.

خو د طالبانو او القاعده تر څنګ په افغانستان کې د اسلامي دولت مخ پر زياتېدونکي حضور د دغه هېواد امنيت ته جدي تهديد پېښ کړی دی.

په تېرو درېیو مياشتو کې امريکايي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې پر ضد شا او خوا سل هوايي حملې کړي چې ډېری يې پر ننګرهار ولايت متمرکزې وې.

اسلامي دولت سخت دريځه ډله د طالبانو مخالفه ډله ده.

د نيکولسن په وينا، ټاکل شوې ده راتلونکی کال په افغانستان کې پاتې کېدونکي ۵۵۰۰ بهرني ځواکونه به خپله توجه د تروريزم پر ضد پر مبارزه متمرکزه کړي خو افغان امنيتي ځواکونه به په دغو عملیاتو کې ډېره برخه لري.

XS
SM
MD
LG