د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

هند د ایران په چابهار بندر کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي


افغان چارواکي هیلمن دي چې د چابهارپه بندر کې به د هند له پانګونې سره د افغان سوداګرو تجارت له جنوبي او مرکزي اسیا سره پراخ شي او اسانتیاوې به رامنځته شي.

د فرانس پریس اژانس په وینا هند د صداعظم نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې په غونډه کې پریکړه وکړه چې دغه هېواد د ایران په چابهار بندر کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته په خبرو کې په چابهار بندر کې د هند د پانګونې هرکلی وکړ.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"افغانستان پرته له څه شکه غواړي چې په چابهار کې ډیره پانګونه وشي. هند مخکې هم ژمنه کړې وه چې د چابهار په بندر کې پانګونه کوي. د دې بندر د ظرفیت لوړوالی هم د افغانستان په ګټه دی او هم سیمې سره نښلوي. افغانستان په چابهار بندر کې د دې پانګونې هرکلی کوي."

د افغانستان اجرایي رییس عبداله عبداله د روانې میلادي میاشتې په پیل کې ایران ته د سفر پرمهال چابهار ته هم ورغلی و او له ایراني چارواکو سره یې د دې بندر د پراختیا لپاره خبرې کړې وې.

ایراني چارواکو له عبداله عبداله سره ژمنه کړې وه چې افغان سوداګرو ته به په چابهار بندر کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

افغانستان له هند سره اوس د کال له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې صادارت او واردات لري او د چابهار بندر اوس هم فعاله دی خو افغانستان په دې باور دی چې په دې بندر کې به د نوېو تاسیساتو له جوړیدو سره د افغانستان، هند او منځنۍ اسیا تر منځ سوداګري پراخه شي.

مسافر قوقندي وایي:

"هر هغه هېواد چې د چابهار له بندره ګټه اخلي د افغانستان حکومت له هغه څخه د ډيرې پاملرنې هیله کوي څو د دې بندر ظرفیت لوړ کړي. په دې بندر کې لاهم هغه بیړۍ چې ډیر بار لري، لنګر نه شي اچولی هر څومره چې د دې بندر ظرفیت لوړیږي نو د سیمې د نښلولو لپاره په ځانګړې توګه د افغانستان، هند او منځۍ اسیا د وصلیدو لپاره ډیر ګټور تمامیږي."

افغان چارواکي هیلمن دي چې په چابهار کې به د هند له پانګونې سره افغانستان د تجارب په برخه کې د پاکستان له اتکا ووځي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا د کراچۍ بندر له لارې له تیر یوه کال راهیسې د افغانانو صادرات او واردات کم شوي دي او تر هغه مخکې به هر کال افغان سوداګرو له ۵۰۰ تر ۷۰۰ میلیونو ډالرو پورې د مالونو د ځنډیدو له امله پاکستان ته مالیې ورکولې.

XS
SM
MD
LG