د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

نور: داعش ډله افغانستان کې د تقویې په حال کې ده


د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې له پراخ حضور څخه خبر ورکوي او په اړه یې اندېښنه ښيي.

ښاغلي نور وویل چې د رسنیو د ادعاو خلاف یوازې په ننګرهار او کونړ کې داعش نه شته بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو لکه خوست، پکتیا، میدان وردګ او زابل کې هم دا ډله پراخ حضور لري او ورځ تر بلې اکمال او تجهیز کېږي.

هغه وايي، که د ملي یووالي حکومت د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې تګ لاره رامنځته نه کړي او د هغوی د ځپلو لپاره عملي اقدام ونه کړي، دا به نا ممکنه نه وي چې داعش د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپل حضور ته وده ورکړي.

نور ویلي چې همدا اوس مهال داعش د خپل نفوس د ودې په حال کې دی او روان لمریز کال به افغانستان ته د امنیتي ګواښونو او ننګونو ډک کال وي.

داعش په زابل، میدان وردک، پکتیا او غزني کې پراخ حضور لري
داعش په زابل، میدان وردک، پکتیا او غزني کې پراخ حضور لري

هغه وویل:

"نن ورځ داعش نه یوازې چې په افغانستان کې شتون لري بلکې ورځ تر بلې خپل حضور ته تقویت بخښي او دوی هېواد ته را انتقال کېږي، دا مفتې خبرې دي چې رسنۍ وايي یوازې په مشرقي ننګرهار او کونړ کې داعش شتون لري، زه یې په ضمانت درته وايم چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې داعشیان ځای پر ځای شوي دي."

ښاغلی نور داعش یوازې افغانستان ته تهدید نه په ګوته کوي بلکې وايي چې دا ډله د شمال په نا امنه کولو سره غواړي منځنۍ آسیا خاصتاً تاجکستان ته هم ورواوړي.

نور وویل چې په مرکزي سیمو کې داعش غواړي په بامیان او ډایکندي کې خپل کنټرول حاکم کړي او په شمال کې هم سمنګان او سرپل کې ځای پر ځای شي او خپلې ترورېستي کړنې ترسره کړي.

د نور په خبره چې بلخ هم د څلورو لورو له خوا تر امنیتي تهدید لاندې دی، خو وايي دی به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې بلواګر د بلخ امنیتي فضا له کړکېچ سره مخ کړي.

نور وویل چې په مرکزي سیمو کې داعش غواړي په بامیان او دایکندي کې خپل کنټرول حاکم کړي
نور وویل چې په مرکزي سیمو کې داعش غواړي په بامیان او دایکندي کې خپل کنټرول حاکم کړي

نور چې په روان لمریز کال کې د افغانستان امنیتي وضعیت ته خوشبین نه دی وايي چې د ملي یووالي حکومت د سرانو تر منځ د ترسره شویو توافقاتو نه اجرا، د یاد حکومت له لوري د ترورېزم سره د مبارزې د برنامې نه شتون او پنځو کلونو ته د دوه کلن ملي یووالي حکومت ځنډول سبب کېږي چې نا امني ورځ تر بلې په هېواد کې زیاته شي.

ښاغلي نور وویل چې داعش په پام کې لري تر څو په خاص ارزګان کې یوه لویه نظامي اډه جوړه کړي.

هغه وویل چې د موجوده امکاناتو څخه په استفادې او د نړیوالې ټولنې په مرسته که افغان حکومت د ترورېزم د له منځه وړلو په برخه کې متعهد شي دا ګواښ به په نطفه کې له منځه ولاړ شي.

نور وویل چې داعش په پام کې لري ترڅو په خاص ارزګان کې یوه لویه نظامي اډه جوړه کړي
نور وویل چې داعش په پام کې لري ترڅو په خاص ارزګان کې یوه لویه نظامي اډه جوړه کړي

هغه زیاته کړه:

"که کار وکړو، منسجم شو، معقوله طرح ولرو، ويښ ووسو او د موجوده امکاناتو د نړیوالې ټولنې په مرسته استفاده وکړو، دا ټولې توطیې به په نطفه کې له منځه ولاړې شي."

په داسې حال کې ښاغلی نور د روان لمریز کال په ترڅ کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښايي چې شمال زون کې هم تر بل هر وخت دمخه امنیتي ستونزې زیاتې شوې دي.

ښاغلي نور تر دې وړاندې هم په بلخ ولایت کې د داعش ډلې فعالیت تایید کړی و.

ښاغلی نور په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نن دوشنبې د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د غونډې په پيل کې خبرې کولې هیله وښوده چې د افغانستان په سیاست کې ښکېل کسان باید د ملي یووالي حکومت سیاسي توافق نامه په دقت ولولي.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"زموږ یو شمېر مخور سیاستوال تازه یوه واقعیت ته متوجې شوي چې دا ماته د تعجب وړ ده، زموږ هیله دا وه هغه کسان چې په سیاست کې غواړي رول لري حد اقل یو ځل یې دغه توافقنامه باید مطالعه کړې وای."

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د پوځي عملیاتو پر مهال ویلي وو چې د دوی په وړاندې یوازې طالب وسله وال نه جنګېدل، بلکې په دې ولایت کې یې د داعش ډلې حضور هم تایید کړ.

عطا محمد نور وویل چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې دوی له دوو افراطي ډلو سره مخامخ و.

په داسې حال کې ښاغلی نور په روان کال کې د هېواد امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن ښکاري چې تر دې دمخه د ملي دفاع وزارت چارواکو په شمال او شمال ختیځ زون کې د شفق پسرلني عملیاتو له پيل څخه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په هېڅ یوه سیمه کې ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي ترڅو په ترورېستي فعالیتونو لاس پورې کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG