د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

"افغانستان او سیمه د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ ده"


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د خپلوو نننیو ګڼو سرمقالې د څار او همغږۍ ګډ بورډ ته د ولسمشر غني پرونیو څرګندونو ته ځانګړې کړې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکه ورځپاڼه په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولسمشر غني ویلي، افغانستان او سیمه د ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخ دي او په کارده چې په وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي ولسمشر ویلي چې د داعش په راڅرګندېدلو سره باید القاعده او نورې ترهګرې ډلې هېرې نه شي او نړۍ باید د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې په خاطرمنظم پروګرامونه په پام کې ولري.
د سرمقاله لیکونکي په باورهم د نړۍ هېوادونه باید د ترهګرو ډلو د تمویل، تجهیر او ملاتړ په سرچینو تمرکز وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې نن، سبا دغو ډلو خپل ایډیالوژیک ارزښت له لاسه ورکړی او د تاوتریخوالي د رامنځته کولو له امله د خلکو ملاتړله ځانه سره نه لري، نو که ملاتړي هېوادونو د دوی له سیاسي ملاتړ لاس واخلي او استخبارتي ادارې یې د خپلو ستراتېژیکو ابزارو په توګه ونه کاروي د پېړۍ دغه غیرانساني پدیده به ډېر ژر له ماتې سره مخ شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې په یاده غونډه کې د ولسمشرغني دا خبرې راخیستي چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوې شبکې د جوړېدو اړتیا ده.

د سرمقالې لیکوال ویلي د ولسمشرغني په وینا له بده مرغه چې اوس مهال یواځې افغان ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي او دا مبارزه د سیمې او نړۍ په استازیتوب ترسره کېږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور د سیمې او نړۍ هېوادونه باید نور پرې نه ږدي چې پاکستان او د پاکستان ترڅنګ نور هېوادونه ترهګري وپالي او د سیمې او نړۍ په وړاندې یې راپورته کړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د ترهګرو ډلو ځالې او ملاتړې کړۍ په نښه او بیا یې دفع کړي.

کابل پوسټ:

د کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي بیا لیکي چې ولسمشرغني د څار او همغږۍ ګډ بورډ په پرونۍ ناسته کې له افغان ولس او نړېوالو سره وعده وکړه چې وارسا او بروکسل نړېوالو غونډو ته ترتګ د مخه به د افغانستان د خلکو او نړېوالو په وړاندې خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا هغو ستونزو ته په پام سره چې په عملي ډګر کې لیدل کېږي د ولسمشرپه دې وعدې سره که له یوې خوا هیلې زیاتېږي له بلې خوا دا ویره هم شته چې ګواکې ولسمشرپه خپلو ژمنو کې پاتې رانه شي چې دا به بیا نه د ده په ګټه، نه د ملي وحدت د حکومت او نه د جګړه ځپلو افغانانو په ګټه وي.
نو ځکه دا ځل خلک تمه لري چې ولسمشر خپلې ژمنې او خبرې په عمل کې ثابتې کړي.

چمتوکوونکی: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG