د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

له اروپایې هېوادونو په زوره د افغان کډوالو د ایستلو مخنیوی شوی


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایې چې اروپایې ټولنه دې ته چمتو شوې ده چې له خپلو هېوادونو به افغان کډوال په زوره نه باسي.

سید حسین عالمي بلخې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې دا پریکړه له اروپایې هېوادونو سره له مذاکراتو وروسته وشوه.

په اروپایې هېوادونو کې د افغان کډوالو د نه منلو په اړه له راپورته شوو ستونزو وروسته د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وایي چې د دې ستونزې د حل په اړه یې له اروپایې هېوادونو سره خبرې کړي دي.

سید حسین عالمي بلخې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې له اروپایې ټولنې سره یې مذاکرات مهمې لاسته راوړنې درلودې.

ښاغلي بلخې وویل چې د دغو مذاکرتو په نتیجه کې تراوسه له اروپایې هېوادونو په زوره د افغان کډوالو د ایستلو مخنیوی شوی.

ښاغلي بلخي زیاته کړه:

"اروپایې هېوادونو غوښتل چې پرته له کوم قید او شرطه په حدود د څلویښت فیصده افغان کډوالو چې تقریباً یو لک کسانو ته رسیدل په اجباري ډول وباسي، په دې برخه کې ترسره شوي مذاکراتو مهمې لاسته راوړنې درلودې چې اروپایې اتحادیه او اروپایې هېوادونه دې ته حاضر شول چې افغان لوري سره د مذاکرې میز ته کینې او د دغو مذاکرو په نتیجه کې تراوسه د افغان کډوالو په زوره ایستل کېدو څخه مخنیوی شوی."

ښاغلي بلخې سره له دې چې د دغو هېوادونو نومونه وانخستل خو ويې ویل چې د کډوالو چارو وزارت د افغان کډوالو په زوره د ایستل کېدو مخنیوي لپاره د اروپایې هېوادونو استازو سره له ۱۵۰ ډيرې جلسې کړې دي.

د کډوالو چارو وزارت وایې چې په تېرکال کې د نا امنیو او اقتصادي ستونزو له وجې نږدې ۲۵۰زره افغانانو په اروپایې هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه ورکړې دي.

سید حسین عالمي بلخې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې له اروپایې ټولنې سره یې مذاکرات مهمې لاسته راوړنې درلودې.
سید حسین عالمي بلخې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې له اروپایې ټولنې سره یې مذاکرات مهمې لاسته راوړنې درلودې.

خو اروپایې هېوادونو ویلي چې ممکن د څلویښت فیصده دغو افغانانو غوښتنلیکونه ونه منل شي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړېو د یکشنبې ورځې په عمومې غونډه کې افغان حکومت تورن کړ چې ځوانانو ته د کاري زمینو په برابرولو کې پاتي راغلی نو ځکه له هېواده کډوالي زیاته شوې.

سناتور ګل احمد اعظمي وویل چې افغان حکومت باید د دغو ستونزو د حل لپاره په اساسې کړن لارې کار وکړي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"د افغانستان په حکومت کې همغږي او یووالی نشته، قاچاقبران له کوم ځای نه تګ راتګ کوي، که د دوې ترمنځ همغږي وي، دا بدبختي او مصیبت به نه وي، دغو ځوانانو ته باید تاسې د کار زمینه برابره کړی، نو هیله مې دا ده چې زموږ مسوولین یوې اساسي کړن لارې کار وکړي."

سره له دې چې د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې استجوابیه غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی هم غوښتل شوی و خو د ښاغلي کرزي په غوښتنې جلسه سرې اعلان شوه او غونډې د بندو دروازو شاته دوام وکړ.

له پریکړې وروسته یو شمېرسناتورانو انتقاد وکړ چې افغان چارواکي باید خپلې خبرې د رسنیو په وړاندې وکړي.

سناتور جمعه الدین ګیانوال رسنیو ته وویل، د بندو دروازو ترشا دا ډول جلسې په دې معنې دي چې چارواکي د خلکو د استازو د پوښتنو ځواب نه لري او که دا ډول جلسې دوام وکړي دوې په دغو جلسو کې برخه وانه خلي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG