د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

سره صلیب ۴ لادرکه شوې کورنۍ سره یوځای کړې


د افغانستان د سره صلیب کمېټه د یو نوي پروګرام له مخې له کورنیو سره مرستې کوي چې له هغو خپلوانو سره اړیکې ټینګې کړي چې اروپا ته د کډوالۍ پرمهال لادرکه شوي وي.

د دغې کمېټې مسوولین وايي، دوی هڅې کوي چې له بېلابېلو لارو دا اړیکې ټینګې شي.

د سره صلیب دفتر د چهارشنبې په ورځ د یوې کورنۍ او د هغه د غړي ترمنځ اړیکې ټینګې کړې چې له خپل خپلوانو اروپا ته په لاره لادرکه شوي وو.

د افغانستان د سره صلیب کمېټه وايي، د ورکو کډوالو د پیداکولو د پروګرام له لارې تر اوسه د څلور کورنیو او د هغوی ترمنځ اړیکې ټینګې شوي دي.

دا د هغه کورنیو او د هغوی د غړیو ترمنځ اړیکې دي چې اروپا ته د کډوالۍ په لاره له خپلو کورنیو ورک شوي دي.

حسیب الله هغه ځوان دی چې اروپا ته په لاره د ترکیې او یونان ترمنځ له خپل پلاره جلا شوی و او بېرته افغانستان ته راستون شوی.

هغه ازادي راډيو ته خپل داستان داسې بیان وکړ:

"دوه کورنۍ وې زه وم، پلار مې و، خور د هغې میړه او کورنۍ یې وه، یوه اوونۍ په ایران کې وو، وروسته ترکیې ته روان شو، شپه مو په یوه غره کې تېره کړه، نیمه شپه د ایران سرحدي پولیس راغلل په موږ یې ډزونه وکړل، پلار مې راڅخه ورک شو."

هغه وايي چې له دوی سره په سفر کې زرګونه زاړه سړي، ښځې او ماشومان هم ملګري وو چې د پولیسو په راتګ دوی تېښتې ته مجبور شول او یو زیات شمېر له خپلو کورنیو څخه جلا شول.

حسیب وايي چې پنځه میاشتې یې د سره صلیب په انټرنیټي پاڼه کې په خپل پلار پسې پلټنه وکړه او کله یې چې د پلار تصویر په همدې ویب پاڼه کې ولید، نو د سره صلیب کمېټې دفتر ته ورغی.

ښاغلي حسیب زیاته کړه:

"دوه درې میاشتې چې تېرې شوې موږ ناهیلي شو، فکر مې کاوو چې پلار مې ژوندی نه دی پاتې."

حسیب الله او د هغه کورنۍ هغه کډوال دي چې توانېدلي له مهاجرت وروسته یوځل بیا سره یوځای شي، دوی ټولو ستونزو ته په کتو له خلکو غواړي چې په ستونزمنو لارو اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د راپورونو له مخې اوس هم هر ورځ لسګونه افغانان قاچاق کوونکو ته پیسې ورکوي او په غیر قانوني لارو اروپا ته ځي.

د سره صلیب د نړېوالې کمېټې د ملاتړ څانګې مسوول احمد فواد عثماني د ورکو عزیزانو د موندلود پروګرام په اړه داسې وویل:

"د هغو کورنیو چې ټلیفوني اړیکې یې پرې کیږي، کولای شي زموږ په انټرنیټي پاڼه کې ولټوي کولای شي په هېواد کې دننه او بهر دا کار وکړي، موږ ټول معلومات راټولوو."

ښاغلي عثماني زیاته کړه، دا مهال د افغانستان په ۱۵ لویو ښارونو کې یې دا ډول نماینده ګي فعالې کړې او کولای شي له افغانانو سره مرسته وکړي.

دا پروګرام په داسې حال کې جوړ شوی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر اوسه اروپا ته په غیرقانوني لارو نږدې دوه نیم لکه افغانان تللي چې یو شمېر یې په لارو کې لادرکه دي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG