د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ۳ چاودنو له امله ۱۳ تنه وژل شوي


راپورونه وایي چې د بلجیم د پلازمینې بروکسل په هوايي ډګر او د ښار په مترو کې په درې چادونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دی.

دوه چادونې نن د زاوینتیم د هوایي ډګر د مسافرینو په خروجي سالون کې وشوې او ورپسي یوه چادونه د ښار د مترو په میلبیک تم ځای کې،د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې، وشوه.

له چادونو وروسته هوایي ډګر تړل شوی او په بروکسل کې ټول عامه تاسیسات هم بند شوي دي.

د بلجیم صدراعظم د بروکسل ټولو اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې له سفرونو دې ډډه وکړي.

د بلجیم د بحرانونو مرکز هم اوسېدنکو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.

بلجیم د تروریزم د خطر اندازه لوړې اندازې ته پورته کړی او اروپایي کمېسیون وویل چې د اروپایي اتحادیې پرسونل ته ویل شوی په دفترونو یاهم په کورونو کې دننه پاتې شي.

د اروپا په نورو هوایي ډګرونو کې هم امنیتي تدابیر پیاوړي شوي دي.

په بروکسل کې ازادي خبریالې لیلما سدید د دغو چاودنو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دوه چاودنې په سیمه ییز وخت سهار اته بجې د بروکسل په نړیوال هوایي ډګر کې وشوې او یونیم ساعت وروسته یوه انتحاري چادونه د میترو په یوه ګڼه ګوڼه تم ځای کې د اروپایي ټولنې او د اروپا کمېسیون دفترونو دروازې نږدې دي وشوې."

پولیسو مخکي ویلی و چې، د بروکسل په زاوینیتیم هوایي ډګر کې په چاودنو کې یوکس وژل شوی، خو د فدرالي څارنواله په حواله ویل شوي چې وایي ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د څارنوالانو په حواله په هوایي ډګر کې چادونه انتحاري حمله بللې ده.

د VRT ټلویزیون بیا د بروکسل د مترو په میلیبک تم ځای کې چاودنه ترویستي حمله یاده کړې ده.

د میلبیک د مترو په تم ځای کې د ریک په نوم یوه عیني شاهد وویل:

"موږ ټولو دودونه ولیدل، موږ د چاودنې دروند غږ واورید او ورپسې مو دود ولید، څو کسان ژوبل شوي و چې موږ نږدې ودانې ته ولېږدول."

د میلبییک د میترو په تم ځای کې هم د تلفاتو راپورونه ورکول شوي خو تراوسه کوم ارقام نه دي تایید شوي.

د بیلګه خبري اژانس وویل له چادونو مخکې ډزې او په عربې ژبې شعارونه اوریدل شوي دي.

د بروکسل د ترانسپورټې خدماتو چارواکو هم وروسته له هغې چې د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې د میلبیک میترو په تم ځای کې چاودنه وشوه، په ښار کې ټول عامه ترانسپورټ بند کړی دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرني اوامنیتي پالیسۍ مشرې فیدریکا موغیریني په عمان کې د اردن د بهرنیو چارو له وزیرسره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې د بروکسل د ننیو چاودونو په اړه وویل:

"د ا همداشان د اروپا او هم یې د پلازمینې لپاره یوه غمجنه ورځ ده، دا هغه درد دی چې دا سیمه ورسره اشناده او هغه هره ورځ دوام لري، که هغه سوریه ده یا بل ځای. موږ تر اوسه دي ته انتظاریو چې په بروکسل کې د حملو د څرنګوالي په اړه دقیق خبرونه ترلاسه کړو خو دا بېخي واضح ده چې د دغه درد ریښې چې شاوخوا زموږ سیمه ترې زوریږي، یوبل ته ورته ده، دا یواځې د قربانیانو درد نه دی چې موږ یې یوکړي یو بلکې د دغو اعمالو په وړاندې عکس العمل هم ښیو او د افراطیت او تشدد دواړو مخه نیسو."​

دغه پېښې څو ورځې وروسته له هغې پېښېږي چې په بروکسل کې د پاریس د نومبرد خونړیو حملو اصلي مشکوک صالح عبدالسلام ونیول شو.

په دغو حملو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي و.

د راپورونو له مخې فرانسې هم له بلجیم سره په پوله شاوخوا ۱۶۰۰ اضافي پولیس ځای پرځای کړي دي.

پخواني معلومات

راپورونه وایي چې د بلجیم د پلازمېنې بروکسل په هوايي ډګر او د ښار په مترو کې په درې چادونو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

دوه چادونې نن د زاوینتین د هوایي ډګرد مسافرینو په خروجي سالون کې وشوې او ورپسي یوه چادونه د ښار د مترو په میلبیک تم ځای کې، د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې، وشوه.

له چادونو وروسته هوایي ډګر تړل شوی او په بروکسل کې ټول عامه تاسیسات هم بند شوي دي.

په بروکسل کې ازادې خبریالې لیلما سدید د دغو چاودنو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دوه چاودنې په سیمه ییز وخت سهار اته بجې د بروکسل په نړیوال هوایي ډګر کې وشوې او یونیم ساعت وروسته یوه انتحاري چادونه د میترو په یوه ګڼه ګوڼه تم ځای کې د اروپایي ټولنې او د اروپا کمېسیون دفترونو دروازې ته نږدې وشوې."

پولیسو مخکي ویلی و چې د بروکسل په زاوینیتین هوایي ډګر کې په چاودنو کې یوکس وژل شوی، خو د فدرالي څارنواله په حواله ویل شوي چې وایي ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د VRT ټلویزیون په مترو کې چاودنه ترویستي حمله وبلله.

د میلبیک د مترو په تم ځای کې د ریک په نوم یوه عیني شاهد وویل:

"موږ ټولو دودونه ولیدل، موږ د چاودنې دروند غږ واورید او ورپسې مو دود ولید، څو کسان ژوبل شوي و چې موږ نږدې ودانې ته ولېږدول."

د میلبییک د میترو په تم ځای کې هم د تلفاتو راپورونه ورکول شوي خو تراوسه کوم ارقام نه دي تایید شوي.

د بروکسل د ترانسپورټې خدماتوچارواکو هم وروسته له هغې چې د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې د میلبیک میترو په تم ځای کې چاودنه وشوه، په ښارکې ټول عامه ترانسپورټ بند کړی دی.

د بیلګه خبري اژانس وویل له چادونو مخکې ډزې او په عربې ژبې شعارونه اورېدل شوي دي.

د بلجیم د بحرانونو مرکز اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.

بلجیم د تروریزم د خطراندازه لوړې اندازې ته پورته کړی او اروپایي کمېسیون وویل چې د اروپایي اتحادیې پرسونل ته ویل شوی په دفترونو یاهم په کورونو کې دننه پاتې شي.

د اروپا په نورو هوایي ډګرونو کې هم امنیتي تدابیر پیاوړي شوي دي.

دغه پېښې څو ورځې وروسته له هغې پېښېږي چې په بروکسل کې د پاریس د نومبرد خونړیو حملو اصلي مشکوک صالح عبدالسلام ونیول شو.

په دغو حملو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG