د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

۲۰۱۵ کال کې اروپا ته د افغان کډوالو تګ څو برابره زیات شوی


د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې، اروپايي هېوادونو ته د افغانانو تګ څو برابره زیات شوی دی.

ناامني، بېکاري، اقتصادي ستونزې او د ځینو اروپايي هېوادونو لخوا د کډوالو د منلو اعلان، هغه لاملونه دي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې يې، په سلګونو زره افغانان بهر تګ ته وهڅول.

راپورونه وايي، ډېرو افغانانو د اروپا په نیت کورونه او جایدادونه خرڅ کړي او د سفر توښه ېې برابره کړې ده.

خو دا سفرونه بې خطره هم نه دي او ډیر افغانان په کې یا مړه او یا لا درکه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په روان میلادي کال کې، له غیر قانوني لارو څخه اروپا ته د تللو افغانانو شمېر، د تېرو کلونو په نسبت څو برابره زیات ښودلی دی.

د دغه وزارت سلا کار حفیظ میاخېل له ازادي رادیو سره په خبرو کې دغه شمېر داسې وښوده:

"په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰۰۰۰ کډوالو په اروپايي هېوادونو کې د پناغوښتنه کړې، په دوی کې افغانان، عراقیان اوایرانیان شامل دي، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۳۰۰۰۰ افغانانو په اروپايي هېواد د پنا غوښتنه کړې ده."

ښاغلی میاخېل وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې اروپا ته د افغانانو په تګ کې کموالی راغلی او ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

راپورونه وايي، سربېره پر افغانانو د سورېې او عراق په سلګونو زره خلک هم د دوی په هېوادونو کې د ناامنیو له امله اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، په تېرکال کې اروپا ته د تګ په لارو کې د ۳۷۰۰ ډوب شویو کډوالو ۱۲٪ افغانان وو چې د ځینو مړي کابل ته لېږدول شوي هم دي.

په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د سازمان دفتر یو. این. اچ سي. ار وايي چې اروپا ته د زرګونو افغانانو پر تګ اندېښنه لري.

په افغانستان کې د دغه دفتر ویاند نادر فرهاد ازادي رادیو ته وویل، د افغان حکومت ترڅنګ، دوی هم هڅې کوي چې په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې اوارې کړي.

ښاغلي فرهاد داهم وویل، سره له دې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ګڼ شمېر افغانان اروپايي هېوادونو ته تللي خو له ایران او پاکستان څخه په زرګونو نور افغانان هېواد ته ستانه شوي دي:

"۶۰۰۰۰ افغانان له دواړو ګاونډیو هېوادونو څخه په داوطلبانه توګه، هېواد ته راستانه شوي چې ډېر ېې له پاکستان څخه دي، له دوی سره یو. این. اچ. سي. ار او افغان حکومت مرستې کړي او اصلي سیمو ته ېې رسولي دي، دا شمېره د ۲۰۱۴ کال په پرتله څو برابره زیات ده."

د ښاغلي فرهاد په خبره راستانه شویو افغانانو په اروپایي هېوادونوکې له دوی سره پر زور زیاتي شکایت کړی او دايي هم ویلي چې په سیمو کې یی امنیت ښه شوی دی.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې دا راپورونه هم خپاره شوي چې ایران او سعودي عربستان هر یوه په خپله ګټه، افغان کډوال د سورېې جنګ ته لېږلي دي.

که څه هم افغان حکومت ویلي چې د سوريې جنګ ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه کره شواهد نه لري خو له ایران څخه یو شمېر را ستنو شویو افغانانو ویلي چې افغانان د سورېې جنګ ته لېږل شوي دي.

د سید جواد په نامه یو افغان چې له ایران څخه هېواد ته راستون شوي ازادي رادیو ته وویل چې ایراني چارواکو په یوه الوتکه کې د سورېې جنګ ته لېږلی، خو د ناروغۍ له امله بېرته هېواد راستون کړای شو:

"په ایران کې یې زموږ نومونه ولیکل، بیا یې د ۱۵ ورځو لپاره د وسلو کارول او جنګېدل را زده کړل، بیايي هوايی ډګرته بوتلو، او په الوتکه کې يې مستقیمًا سورېې ته ورسولو."

بلخوا ځینې افغانان چې جرمني ته یې د تګ ارادې کړې وې، په لارو کې د کړاوونو له امله بېرته پښېمانه او هېواد ته ستانه شوي دي.

د تېرکال د دلوې په میاشت کې ۱۲۵ افغانان له جرمني څخه په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه شوي او د جرمني حکومت ویلي چې ۱۵۰۰ نور افغانان هم داوطلب شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

ایمل او غفور ارین چې د ۱۲۵ راستنو شویو له ډلې دي هېواد ته یې د ستنېدو په اړه ازادي رادیو ته وویل:

"تبعیض او نژاد پرستي زیاته وه، د افغانانو ستونزې په پام کې نه نیول کېدې، د کار اجازه مو نه لرله، درس نه و او په کورونو کې قید وو، موږ د ښه ژوند په هیله جرمني ته تللي وو،لخوا جمهور رييس هم هیله ښودلې چې په هېواد کې به ډېر ژرامنیت ټینګ شي، د هېواد وچه ډوډۍ له اروپا څخه ښه ده."

د ولسي جرګې غړی شېر ولي وردګ وايي، افغان حکومت د اروپا په پولو او هېوادونو کې، د افغان کډوالو د اسانیتاو لپاره کوم پروګرام نه لري:

"د افغانستان حکومت او په تېره د بهرنیو او کډوالو چارو وزارتونو په لازمه توګه د افغان کډوالو دردونه دوا نه کړل، او ددې ستونزې د حل لپاره یې د نړۍ په یوه هېواد کې هم نماینده ګي جوړه نه کړه."

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني څه موده مخکې ځینو اروپايي هېوادونو او په تېره جرمني ته د سفر پرمهال د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره، د افغان کډوالو پرستونزو خبرې کړي دي.

همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په تېر کال کې یې په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو اوارۍ ته د اړوندو هېوادونو له مسوولینو سره خبرې کړي او پر دې یې تاکید کړی چې د افغانانو له کېسونوسره دې له تبعیض څخه کار وانه خیستل شي او دانسان د قاچاق مخنیوي ته دې هم تدابیر جدي شی.

په دې اړه د کډوالو چارو وزارت سلا کار حفیظ میاخېل یوځل بیا ازادي راډیو ته وویل چې دا هڅې اوس هم روانې دي:

"د انسان له قاچاق سره مبارزه، دعامه پوهولو د پروګرامونو پراختیا او په امنو سیمو کې د کارموندنې پروګرامونه کولی شي چې دغیر قانوني مهاجرتونو مخه ونیسي، موږ په دې اړه له اروپايي هېوادونو سره په خبرو بوخت یو."

د کډوالو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې په اروپایي هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو اوارۍ ته یوه تخنیکي کمېټه جوړه شوې چې د کډوالو، بهرنیو او کار اوټولنیزو چارو وزارتونه یې غړي دي.

د افغانستان عام خلک او د ولسي جرګې ځینې غړي بهرته د افغانانو د تګ د مخنیوي لار، په هېواد کې د امنیت ټینګېدل او خلکو ته د کار د زمینو برابرول ګڼي.

دوی تاکید کوي چې حکومت دې په راتلونکي کال کې دواړو مسایلو ته تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG